افغانستان

د زابل د امنیه قوماندان په خلاف لاریون وشو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د زابل ګڼ شمېر اوسېدونکو چې شمېر یې سلګونو ته رسېده، نن د زابل په مرکز کلات ښار کې د امنیه قوماندان روغ لېوني پر ضد لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل ، چې نوموړی دې ژر تر ژره له دندې ګوښه کړي.

لاریون کوونکو ګواښ وکړ، چې که حکومت د دوی غوښتنه ونه مني، نو تر هغې به لاریونونو ته دوام ورکوي، ترڅو امنیه قوماندان له دندې لیرې شوی نه وي او د پولیسو په برخه کې پراخ اصلاحات را وستل شوي نه وي.

د زابل ولایت سلګونو اوسیدونکو نن د یوې مظاهرې پر مهال له مرکزي دولت څخه د زابل د امنیه قوماندان د لیري کیدو او دپولیسو په برخه کې دپراخو اصلاحاتو غوښتنه وکړه خو د دې ولایت امنیه قوماندان د لاریون کوونکو د اعتراضونو په ځواب کې وویل، چې ځیني کړۍ يې د قانوني کارونو مخه نیسي او تر هغه به خپلې دندې ته دوام ورکړي تر څو د مرکزي دولت له لوري ورته پدې اړه لارښوونه نه وی شوې

دغه مظاهره چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د کلات له عیدګاه جومات څخه پیل شوه پکې سلګونو کسانو برخه درلوده او د زابل د امنیه قوماندان پر ضد یې شعارونه ورکول.

د دې ولایت د ولایتی شورا رییس حاجي عطاجان لاریون کوونکي په حقه وبلل او زیاته یې کړه،چې د زابل پولیس او پخپله امنیه قوماندان په فساد او د خلکو په ځورولو کې لاس لري او دوي غوښتنه کوي چې له دې وروسته باید له خپلې دندي لیري شي.

نوموړي وویل چې امنیه قوماندان په اړه یې شکایتونه د کورنیو چارو وزرات او ولسمشر ته رسولي خو تر اوسه ورته مثبت جواب نه دی ویل شوی ځکه نو دوی اړ شول چې په مظاهره لاس پورې کړي.

خو د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وايي چې په زابل کې د وظیفې د سرته رسولو لپاره کومه دلچسپي نلري خو د کورنیو چارو د وزارت له لوري د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی او د هغوي په هدایت به لیری کیږي.

نوموړي وویل چې د کورنیو چارو وزارت ورته یو مکتوب لیږلی چې پکې د یو سیمه ییزو مخورو له لوري د غصب شوې ځمکې د دا مظاهره په داسي حال کې کیږي چې تېره ورځ د زابل د ولایتي شورا رئیس او یوشمېرنورو غړو د خپل دفتر دروازه هم په احتجاجي توګه وتړله.

د یادونې ده، چې د زابل د امنیه قوماندان روغ لېوني په اړه له دې وړاندې هم په وار وار د زابل اوسېدونکو شکایتونو کړې او وايي، چې روغ لیونی د قانون په نامه خپلسرۍ او راج تر سپږمو ور وستي دي او خلکو ته یې داسې بندیزونه او تکلیفونه  ایجاد کړي،چې د تول هېواد په کچه بې ساري دي. د بېلګي په توګه په ټول ولایت کې پر موټرسایکل ګرځولو بندیز او بې ځایه تلاشي اود خلکو وهل ټکول یادوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x