افغانستان

اشرف غني د امریکا نوي سفیر باور لیک ومانه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د امریکا نوي سفیر پیتر مایکل کېنلي باور لیک د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ومانه.

مکېنلي شاوخوا یوه میاشت وړاندې تر هغه وروسته د افغانستان د سفیر په نوم وټاکل شو چې جیمز کننګهم له سفارت څخه لرې شو.

جیمزکننګهم د دندې په پای کې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو له لوري په ګډه سره د «وزیر محمد اکبر خان» په مډال ونازول شو.

مکېنلي چې تر دې وړاندې د جیمزکننګهم مرستیال و، په اړه یې ویل کیږي چې د سیمې اړوند پراخه مطالعه لري او پوخ دېپلومات دی.

نوموړي ته د امریکا د مشرانو جرګې غړو په ټولییزه توګه د تایید رایه ورکړې وه.

د ارګ لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د امریکا نوي سفیر مایکل مک کېنلي د باور لیک د وړاندې کولو مراسم نن غرمه مهال په ارګ کې ترسره شول.

د خبرپاڼې له مخې وروسته اشرف غني او امریکا نوي سفیر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې د امریکا نوي سفير ښاغلي مک کېنلي، جمهور رئيس غني ته ډاډ ورکړ چې د خپل ماموریت پرمهال به هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x