افغانستان

د ستونزو د هوارولو لپاره ولسي جرګه ملګرو ملتونو ته لیک استوي

karzaiparliament_onpageنن ټکی آسیا: د افغانستان ولسي جرګه غواړي چي د ملکرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته یو لیک واستوي، او د نومړي څخه د ولسي جرګې د اوسنیو ستونزو د اوارولو کومک وغواړي.

دا لیک د ولسي جرګې په عمومي غونډه کي نن له بحث وروسته ددې جرګې د استازو له خوا تأیید شو.

په لیک کي راغلي چي ولسمشر حامد کرزي د اساسي قانون خلاف غواړي

د انتخاباتو کړکیچ د یو ځانګړي محکمې په واسطه حل کړي.

لیک چي دولسي جرګې دوهم مرستیال احمد بهزاد ولوست، د ملګرو ملتونو څخه په کښي غوښتل شوي چي په افغانستان کي د قانون په واکمنۍ کې لازمه همکاري وکړي.

تر دې دمخه هم د ولسي جرګې اداري پلاوي او یو شمېر غړو په کابل کي د اروپايي ټولني له استازي سره لیدلي، او ددې جرګې د ستونزو د حل په اړه يې خبري ورسره کړي.

د اروپايي ټولني سفیر په یوه خپره شوې خبرپاڼي کي ویلي چي دوی د افغان حکومت سره د یو ډیموکراټ دولت جوړلو کي مرسته کوي، او په خپله ژمنه ولاړ دي.

باید وویل شي چي حامد کرزي له خوا د جوړي شوې ځانګړي محکمې له خوا د وولسي جرګې ۶۲ تنه اوسني غړي په درغلیو تورن شوي او د هغوی پر ځای نور ۶۲ کاندیدان چي تر دې دمخه ناکامه اعلان شوې وه، د ولسي جرګې لپاره وړ او مستحق بلل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x