ورزش

سویلي افریقا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): نن د سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ د درې ټیسټ لوبو سیالۍ دوهمه لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه کې سویلي افریقا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. ویسټ انډیز خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۲۹ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لپاره بلیکووډ ۵۶، جانسن ۵۴ او رامډین ۵۳ منډو جوړولو سره غوره توپ وهونکي ثابت شول.

د سویلي افریقا لپاره سټېن ۴، هارمر ۳، مورکل ۲ او وان ذيل یوه ویکټه واخیسته.

سویلي افریقا خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۲۱ منډې جوړې کړې. د سویلي افریقا لپاره ډي ویلیرز ۱۴۸ او ډو پلېسس ۶۸ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

ویسټ انډیز لپاره هولډر او سمیولز دوه دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه.

ویسټ انډیز توپ اچونکي دوهم وار توپ وهنه کې د یو ښه هدف په ټاکلو کې پاتې راغلل او ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره يي ۲۱۵ منډې جوړې کړې چې دغو منډو کې د سمیولز ۷۴ او چندرپاول ۵۰ منډې د یادولو وړ دي.

سویلي افریقا لپاره دوهم وار توپ اچونه کې هارمر ۴، سټېن ۳ او مورکل دوه ویکټې واخیستې.
سویلي افریقا د ویسټ انډیز لخوا ټاکل شوی هدف یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړ. سویلي افریقا خپل دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۴

منډې جوړې کړې چې دغو منډو کې د ایلګر ۶۰ منډې د یادولو وړ دي.

ویسټ انډیز لپاره بېن دوه ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x