له دې وروسته قدم وهل مه هیروئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): قدم وهل که څه هم ۴۰ قدمه وي د انسان روغتیا لپاره ډیرې مثبتې ګټې لري. قدم وهل په ځانګړی ډول ډیر عمر لرونکي کسان له ډیرو خطرناکو نارغیو ژغوري.

دلته مو د قدم وهلو له ځینې ګټو سره اشنا کوو:

– په انسان کې اضافي وزن کموي.

– په بدن کې د میتابولیزم فعالیت بهتره کوي.

– انسان د زړه له ناروغیو ژغوري.

– انسان کې په ځان باور زیاتوي.

– د بدن عضلې غښتلی کوي.

– انسان څیره ښایسته او تازه کوي.

– د بدن هډوکې او مفصلونه غښتلی کوي.

– انسان له ذهني فشار څخه ژغوري.

– د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

– وینې فشار د لوړیدو مخه نیسي.

– کولیسټرول د زیاتیدو څخه مخینوی کوي.

– د شکر ناروغۍ په کنټرولولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د