نظــر

د سعودي سرحد کې د اسلامي دولت بريد د څو اړخيزې جګړې پيل دی

ليکوال: عبدالباري عطوان

ژباړن: احمد جرس

په داسې حال کې چې د سعودي عربستان دولت او ولس د ۹۲ کلن پاچا ملک عبدالله د صحت په اړه اندېښمن دي، د هېواد شمال عراق سرحد ته څېرمه عرعر سيمه کې په يو وسله وال بريد کې درې امنيتي چارواکي وژل شوي، چې يو يې بريد جنرال عبدة البلوي دی.

په دغه پېښه کې درې واړه بريدګر ووژل شول، چې دوه يې امنيتي چارواکو وويشتل او درېیم یې له تسليمېدو انکار وکړ او له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ ته يې چاودنه ورکړه، چې دوه امنيتي چارواکي يې ووژل او يو يې ټپي کړ.

سعودي حکومت عراق سره په ۸۱۴ کيلو ميټره سرحد د دېرش زرو عسکرو له ځای پر ځای کولو وروسته دا لومړی بريد دی، چې دغه سيمه کې کیږی. سعودي له دغه سرحده امنيتي انديښنې درلودې، عراق سره يې هم اړيکې ترينګلې دي او عراق هم له دغې سرحدي سيمې خپل عسکر ويستلي دي. بل پلو سعودي ته نږدې، الانبار سيمه د اسلامي دولت تر کنټرول لاندې ده او د سيمې سني ولسونو کې ډېر محبوبيت لري.

تر اوسه دا نه ده روښانه ده، چې د دغه بريد انګېرنه څه وه، مګر دا خبره روښانه ده، چې دا يو سرتېری بريد و او د سعودي د امنيت ګواښوولو په نيت شوی و.

د اسلامي دولت مشر ابو بکر البغدادي شاوخوا يو مياشت وړاندې په يو ويډيويي پيغام کې د سعودي عربستان له خلکو غوښتي و، چې د فاسد نظام پر ضد پاڅون وکړي، خپله جهادي عقيده تازه او اسلامي دولت سره بيعت وکړي.

د اسلامي دولت له ادبياتو ښکاري، چې اسلامي دولت غواړي، چې له شرقه تر غربه خپل دولت وغځوي او لومړۍ موخه يې حجاز نیول دي او غواړي، چې د خپل خلافت مرکز مدينه منوره يا مکه معظمه وټاکي.

او د دې لپاره دا لرې خبره نه ده، چې دوی دې نور داسې بريدونه هم وکړي.

دا هسې اټکلي خبره نه وه، چې «خليفه» بغدادي دې خپل ځان داسې راوپېژني، چې ابراهيم عواد، ابراهيم بدري الحسيني القرشي السامرائي او خپل نسب يې اهل بيت او قريشو ته منسوباو.

د اسلامي دولت د عقيدې او فکر له څېړلو وروسته سړی پوهيږي، چې دا خلک د محمد بن عبدالوهاب د فکر لاروي دي او د سعودي په ځوانانو کې ډېر محبوبيت لري.

وروستۍ سروې ګانې وايي، چې ۹۲ سلنه سعودي ځوانان د اسلامي دولت پلويان دي او د دوی د عقيدې ملاتړ کوي.

سعودي چارواکو اعلان وکړ، چې دا سروې غلطه ده او دوی به د اکاډيميک شخصيتونو په واسطه نوې سروې وکړي، مګر تر اوسه يې په دې اړه دوه کرښې هم نه دي ليکلي.

سعودي عربستان په يو وخت کې په دوو محاذونو کې په جګړه بوخت دی. لومړی کورني بريدونو او چاودنې او دوهم له بهره بريدونه دي او دوی نه شي کولای، چې د دواړو تر منځ يوې خوا ته ډېره توجه وکړي او بل پرېږدي، ځکه چې دواړه ګواښونه ډېر خطرناک دي.

سعودي به له هغو بريدګرو سره څه کوي، چې د هېواد دننه او يا له بهره راځي او بريدونه کوي، له تسليمدو انکار کوي او له چاوديدونکو توکو ډک واسکټونه يې پر تن وي. امنيتي چارواکو ته له ځان سپارلو او بندي کېدو سرتيري بريد غوره بولي او غواړي، چې له دې فاني نړۍ شهيدان ولاړ شي.

باوري سروې ګانې وايي، چې له پنځو زرو ډېر سعودي ځوانان د اسلامي دولت په ليکو کې جنګيږي او ډېر يې سرتيري بريدګر دي او داسې هم ويل کيږي، چې د دغو ځوانانو شمېر له ۷۰۰۰ هم زيات دی او کېدای شي، دغه پرونی بريد هم سعودي ځوانانو کړی وي.

سعودي پاچا څو څو ځله په خپلو رسمي ويناوو او خطبو کې له ديني علماوو او دعوتګرانو غوښتي، چې د ده په ګومان د بې لارې فکر مخنيوی وکړي، مګر د خلکو غبرګون ډېر لږ دی او همدا رنګه دوی هڅه کوي، چې ټولنيزې شبکې لکه ټويټر اوفیسبوک کنټرول کړي؛ ځکه چې ټولنيزو شبکو کې هم د اسلامي دولت پلويان ورځ تر بلې زياتيږي.

د سعودي او اسلامي دولت تر منځ امنيتي، رسنيزه او فکري جګړه روانه ده او سعودي لپاره ناشونې ده، چې په اسانه يا په لږ قربانۍ دا جګړه وګټي. څوک چې د اسلامي دولت سمعي، بصري، رسنيز او فکري فعاليتونه څاري، نو زه مبالغه نه کوم، بلکې دا تېرې لس میاشتې ما څارلي او دې پايلې ته رسيدلی يم، چې د اسلامي دولت رسنيز ځواک د امريکا له هالي ووډ څخه ډېر زيات دی او د سعودي رسمي او غير رسمي رسنۍ خو يې بيخي د ټينګې نه دي.

د اسلامي دولت ستراتيژي سعودي او نورو سیمو کې خپل رعب او وېره خپرول او امنيت ګډوډول دي.

د مثال په ډول د سعودي پلازمېنه رياض کې ډنمارکی تبع په ډزو ویشتل، يا امريکايي ښځه په ابو ظبۍ کې په چاړه وژل او يا هم سعودي عربستان ته پنځه پټ مخي کسان لېږل ټول د دې لپاره شوي، چې خلکو ته خپل رعب او زور وښيي.

موږ چې وايو، د سعودي لپاره به دا ګرانه وي، چې اسلامي دولت سره دې وجنګيږي، نو يو څه دلايل لرو.

د تېلو بيعو راپرېوتو ته ګورئ او د سعودي کلنۍ بودیجه له پنځوس سلنه ډېره کمه شوې او که د علي نعيمي وړاندوينه رښتيا وي، نو تېل به بيرل په شل ډالره شي، نو دا هر څه د اسلامي دولت له برکته دي.

اسلامي دولت په ډېره اسانۍ کولای شي، چې د سعودي ځوانانو کې خپل نفوس زیات کړي او په ځانګړې توګه په اوسني وخت کې، چې د سعودي ځوانانو له دېرش سلنه زيات يې بې کاره دي.

د عرعر پرونی بريد هسې اټکلي نه و، بلکې دا د ګواښ نوی بدغونی زنګ دی او دا ګواښ نور هم زياتيږي او جګړه به هغو ښارونو ته وغځيږي، چې د سعودي هېواد د بنسټ له پيله يې جګړه نه ده ليدلې.

سعودي حکومت د تېرو څلورو کالو په ترڅ کې سيمه کې د کرکې او نفرت تخمونه کرلي او جهادي ځوانان يې عراق او سوريې ته د جګړې لپاره لېږلي او میلياردونو ډالر یې سوريې او عراق کې د انقلاب په ملاتړ او مصر او يمن کې د انقلاب پر ضد ولګول او اوس داسې ښکاري، چې دا ضد و نقيض او ناوړه ستراتيژي خپل کرلي بېرته ريبي او سرچپه پايلې يې راوځي ايا جادو بېرته پر جادوګر راوګرځيد؟

د سعودي علماوو دغه پرونی بريد به سختو ټکو غندلی او له حکومته یې غوښتي، چې د دې «بې لارې فکر» مخنيوی د زور په واسطه وکړي، مګر زموږ په فکر سعودي چارواکي د داسې بريدونو د مخنيوي لپاره اړ دي، چې خپل کور له داخله جوړ کړي، ښه تکړه، قوي او باصلاحيته پاچا وټاکي او ټولنه کې عدالت او مساوت خپور کړي، خپل حکومت کې مناسب سياسي اصلاحات راولي او د سيمې د ګاونډيو هېوادونو له حالاتو بايد عبرت واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ﻭﻟﻴﺪ ﻣﺤﻤﺪ ﻣﺠﺎﻫﺪ

اﺳﻼﻣﻲ ﺩﻭﻟﺖ اﻳﺠﺎﺩﻳﺪﻝ ﺩاﻣﺎﻡ ﻣﻬﺪﻱ د ﺭاﺗﮓ ﺯﻧﮓ ﺩﻱ
ﺑﻪ ﺩﻳﺮﻭ اﺣﺎﺩﻳﺜﻮ ﻛﻲ ﺩا ﺛﺎﺑﺖ ﺷﻮﻱ ﭼﻪ د اﻣﺎﻡ ﻣﻬﺪﻱ ﺭاﺗﮓ ﺳﺨﻪ ﻣﺨﻜﻲ ﺑﻪ ﺷﺎﻡ اﻭ ﻋﺮاﻕ ﻛﻲ ﺟﻨﮕﻮﻧﻪ ﺷﺮﻭﻉ ﻛﻴﮋﻱ اﻭ ﺩﺩﻭﻱ د ﻛﻮﻣﻚ ﻟﺒﺎﺭﻩ ﺑﻪ د ﺧﺮاﺳﺎﻥ ﺳﺎﺣﻲ ﻧﻪ ﺗﻮﺭ اﻭ ﺳﺒﻴﻦ ﺑﻴﺮﻏﻮﻧﻮ ﻭاﻻ ﺧﻠﻚ ﺯﻱ ﻧﻮ ﺩا ﺧﺒﺮﻩ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺗﻪ ﺑﺪﻟﻪ ﺷﻮﻱ ﻟﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺳﺨﻪ ﺯﻳﺎﺕ ﻣﺠﺎﻫﺪﻱ ﺗﻠﻠﻲ ﺩﻱ اﻭ اﻧﺸﺎاﻟﻠﻪ ﺩا ﻣﺠﺎﻫﺪﻳﻦ ﺑﻪ د اﻣﺎﻡ ﻣﻬﺪﻱ ﺭاﺗﮓ ﻟﺒﺎﺭﻩ ﺯﻣﻴﻨﻲ ﺑﺮاﺑﺮﻭﺏ

افغان ځلمی

تر ټولو لمړی عربستان نوم ( د عربانو ټاټوبی ) فاشیستی او نشنلستی نوم دی دغه هیواد چه اسلام په نوم جوړ شوی او پيل شوی مکه او مدینه هلته موقعیت لری یعنی حرمین هلته دی د عربستان نوم باید هم اسلامی نوم وی ، مګر د سعود کورنی د انګریزانو په مرسته ورباندی قومی څه چه د خپلی کورنی نوم کیښودلو یعنی ټول هیواد د یوی کورنی مالکیت دی او هغه هم دمسلمانانو او اسلام سره په دشمنی او د اسلام د دشمنانو سره په دوستی کی دی . دوهمه خبره ، دا چه په نورو ځایو کی چه… نور لوستل »

وحید

اسلامی دولت یا دایش د امریکایانو او اسرایلو لخوا جوړ شوي سازمان دی چی اول ورباند ټول اسلامی هیوادونه ویچاړ او برباد کړی او وروسته ورباندی امریکایان او اسرایل برید وکړی تر څو هغه هیوادونه چی د امریکایانو ورته بهانه د نیولو نه جوریږی نو اول یی په دایش نیسی او وروسته بیا په دایش باندی عملیات کوی تر څو امریکایان په اسانه یی سره هغه هیواد ته ننوځی چی دایش نیولي وي ځکه که دی ټولی نړي ځوانان له دایش سره يوځای شی نو بیا هم د امریکایانو د وسلو او بمبارییو مخه نشی نیولې ځکه په اوس وخت… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x