افغانستان

زابل: شهرصفا ولسوالی کی ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتل

r210571_808051دزابل سرپرست والی محمد جان رسولیار دیګشنبه په وځ خبریالانو ته وویل چه تیره شپه دګډو ځواکونو دعملیاتو په ترځ کی چه ددی ولایت دشهر صفا ولسوالی دخواجه بابا په سیمه کی ترسره شوی وی، پکی ۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوی او ۵ تنه پکی ژوبل شوی دی.

سرپرست والی وایی چه طالبانو غوښتل چه پر یو پوسته برید وکړی چه ګډو ځواکونو ورپسی عملیت شروع کړل او په پایله کی یی طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله واړول.

ښاغلی رسولیار همداراز زیاتوی چه دجنګ په ساحه کی یوشمیر سلاوي هم له طالبانو څخه پاته شوی وی.

داعملیات دګډو ځواکونو له لوری څخه پداسی حال کی کیږی چه تر دوړاندی هم ددولتی چارواکو پروینا طالبانو ته سخته مرګ ژوبله واوښتل.

احمدولی سرحدی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x