«ايسپرين» وړه ګولۍ، خو د خطرناکو ناروغيو درمل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د درد لپاره پيژندل شوې ايسپرين «ډيسپرين» د زړه د حملې پر وړاندې د يو قوي مدافع په توګه پيژندل شوې ده او همدا ګولۍ د «ډيمنشيا» يعنې د حافظې کمزورۍ او هېرتيا په مخنيوي کې هم ګټوره ثابته شوې ده.

ډيمنشيا يوه داسې ناروغي ده، چې څوک پرې اخته وي، نو حافظه يې کمزورې کيږي، او د فکر کولو وړتيا يې د وخت په تېرېدو له منځه ځي او دا ناروغي د عمر په تېرېدو نوره هم زياتيږي.

اې پي پي خبري اژانس د استراليايي طبي پوهنتون د يوې څېړنې له مخې ليکلي، چې دوی د ایسپرین «ډيسپرين» پر مټ په ۱۹ زرو اسټراليايي ناروغانو عملي تجربه کړې ده.

په دغه څېړنه کې د اسپرين یا ډیسپرین ځانګړې ګټه دا ښودل شوې، چې نه يوازې وينه کې«پليټ ليټس» له غوټه کېدو ساتي، بلکې د زړه د حملې په مخنيوي کې هم ډېر ګټور ثابت شوي دي.

د لندن کوين ميري پوهنتون په نوې څېړنه ويلي، چې هره ورځ يوه دانه اسپرين ګولۍ خوړل د سرطان ناروغۍ په مخنيوي کې ډېر ګټور دي.

د لندن ډيلي مېل ورځپاڼې د کوين ميري پوهنتون پروفيسر جيک کيوزک له قوله ليکلي، چې هره ورځ ۷۵ملي ګرامه اسپرين د سرطان له ناروغۍ په ژغورلو کې ډېر ګټور دي.

پروفيسر جيک زياتوي، چې ايسپرين د خيټې، او سينې په سرطان کې جاوديي اغېزې لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د