افغانستان

جان مکن له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ویستلو په باب د اشرف غني نظر تایید کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر تېره ورځ د امریکا د یو تلویزون سره په مرکه کې پر دې ټينګار وکړ چې د ۲۰۱۶ز کال وروسته دې د امریکايي اتحادي ځواکونو د وتلو په مهالویش له سره غور وشي او تر هغه وروسته دې هم امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

که څه هم سپېنې ماڼې د اشرف غني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې امریکايي ځواکونه به د ټاکلي مهالویش سره سم وځي او د مهالویش بدلون امکان نه لري خو امریکايي سناتور جان مکین بیا د اشرف غني د څرګندونو ملاتړ کوي او وايي چې امریکا دې له افغانستان څخه د پوځيانو پر ویستلو له سره غور وکړي.

امریکايي سناتور جان مکین پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، «اشرف غني په سمه دی، امریکا باید د ۲۰۱۶ وروسته د عسکرو د ویستلو په مهالویش له سره فکر وکړي».

اشرف غني د سي بي ایس امریکايي تلویزون سره په مرکه کې ویلي وو چې «ضرب الاجل عقیده نه ده او بدلیدلای شي».

خو د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنېسټ په واشنګټن کې د اشرف غني د وروستیو څرګندونو په اړه خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه د بارک او باما تګلاره روښانه ده او په خبره يې ولسمشر بارک اوباما په دې اړه څرګندې خبرې کړي دي.

اوباما ویلي و چې تر ۲۰۱۶ز کال وروسته به په افغانستان کې امریکايي عسکر پری نږدي.

امریکايي ځواکونو د ستمبر د ۱۱مې وروسته په افغانستان کې پیل کړې جګړه تېره پنجشنبه په رسمي ډول پای ته ورسوله. خو سربېره پر دې شاوخوا ۱۳زره بهرني عسکر چې زیات شمېر یې امریکايي پوځیان دي د دوه نورو کلونو لپاره د دولتي عسکرو د روزنې په موخه پاتې شول.

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر اساس په ۲۰۱۴ز کال کې چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو کال و، د ولسي وګړو لپاره په تېرو ۱۳ کلونو کې تر ټولو خونړی و. په ۲۰۱۴ کې ۳۱۸۸ ولسي وګړي په جګړو، بمباریو، بمي چاودنو او بریدونو کې وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x