افغانستان

د روان کال تر اخیره بلجیم خپل نیمايي عسکر د افغانستان څخه باسي

Belgian_troops_in_Afghanistanنن ټکی آسیا : په افغانستان کي د میشتو بلجیکي عسکرو شمیر به تر راتلونکي کال نیمايي ته را ټیټ شي.

د پرانس پرس د راپور سره سم نن د بلجیم وزارت دفاع اعلان کړی چي د راتلونکي کال تر جنوري میاشت به ددغه هیواد عسکر چي شمیر ۶۰۰ ته رسیږي، ۳۰۰ به بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

دغه ځواکونه چي د ۳۲۵ يې د کابل د هوايي ډګر ساتنه کوي، یو شمېر يې په کندز او یو څو تنه يې په کندهار کي میشت دي، اکثره به خپل هیواد ته ستانه شي، او یوازي ۶۰ تنه عسکر به کابل کي پاته سي.

ددغه هیواد وزیر دفاع ویلي چي اوس وخت را رسیدلی چي بیرته افغانستان افغانانو ته وسپارو.

د بلجیم دغه پریکړه وروسته تر هغه راځي چي تر دې دمخه د امریکا او فرنسا هیوادونو اعلان کړی وو، چي خپل د عسکرو شمېر به په افغانستان کي کموي.

تر دې دمخه د امریکې ولس مشر اعلان کړی وو، چي د راتلونکي کار تر ګرمیو به خپل ۳۳ زره عسکر وباسي، او د فرنسې ولس مشر ویلي چي د روان کال تر پایه به په سلګونو عسکر وباسي.

په افغانستان کي تر ۴۰۰۰ پوري د فرنسوي هیواد عسکر میشت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x