افغانستان

د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې لسګونو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي۱۶مه،۱۳۹۳ل): د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې له تیرې ورځې راهیسې تر نن ماښامه د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خونړیو نښتو راپور ورکړل شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې له لارې  د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې د دوی او پولیسو ترمنځ د نښتو خبر ورکړ.

د ښاغلي مجاهد په خبره دا نښته چې له پرون راهیسې تر نن بېګاه پورې د تګاب ولسوالۍ په شاوخوا سېمو کې روانه وه،وروسته له هغه ونښته، چې پولیس د یو لړ عملیاتو د تر سره کولو لپاره سیمې ته راغلل.

مجاهد وايي، چې سیمې ته راغلي پولیس یې په شا تمبولي او ۹ پولیس يې ترې وژلي او ۱۴ نور ژوبل شوي.

طالب ویاند د خپل لوري د تلفاتو په اړه وویل، چې په دې نښتو کې د دوی درې تنه ملګري ټپیان شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ګڼي.

تر اوسه د بدخشان امنیتي چارواکو په دې باب څه نه دي ویلي.

دا چې جګړه اوس هم روانه او که دریدلې ده،تر اوسه جوته نه ده، ښايي تر سبا یې رسنیو ته نور جزییات په لاس ورشي.

ویل کېږي، چې پولیسو د دغو عملیاتو پر مهال درې تنه کلیوال هم له ځان سره وړي دي.

همداراز د یو بل خبر له مخې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د فره ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د پيردنبال بابا کلي د سه شنبې بازار په سېمه کې د طالبانو په یوه غلچکي برید کې درې تنه په ګزمه بوخت پولیس وژل شوي.
د بالابلوک ولسوال سید محمد پېښه تایید کړه او ویې ویل ، چې وسله وال طالبان له پيښې سمدستې وروسته په تېښته بریالي شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x