نړۍ

ترکیه: استانبول کې د پولیسو پر مرکز سرتیری برید شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): ترکي رسنۍ وايي چې د استانبول ولایت په تاریخي سیمه سلطان احمد کې نن سه شنبه یوه ښځه په دې توانېدلې چې د پولیسو مرکز ته له ځان سره چاودیدونکي توکي ننباسي او چاودنه وکړي.

د استانبول والي واسيپ شاهین Vasip Sahin خبریالانو ته ویلي چې په چاودنه کې یو پولیس افسر وژل شوی او یو بل ټپي دی. نوموړي زیاته کړې چې ښځه د پولیسو ودانۍ ته په ننوتلو سره په انګلیسي غږیدله، د پاسپورت او پیسو د غلا کېدو په اړه یې پولیسو ته خبر ورکولو، خو ودانۍ ته د ننوتلو سره هم مهاله یې ځان ته چاودنه ورکړه چې یو پولیس افسر یې ژور ټپي او بل سرسري ټپي کړ.
پولیس افسر چې ژور ټپي و، وروسته په رغتون کې ومړ.

تر دې مهاله د بریدګرې هویت نه دی څرګند شوی او نه هم د برید مسوولیت چا پر غاړه اخېستی دی.

خو دغه برید په داسې حال کې کیږي چې د «د خلکو د ازادۍ انقلابي ګوند جبهې یا DHKP-C » نېږدې یوه اونۍ وړاندې په استانبول کې د لومړي وزیر دفتر ته نېږدې د پولیسو په مرکز د لاسي بم برید وکړ.

سلطان احمد د استانبول په تاریخي جزیره کې پروت دی. دغه سیمه د شین مسجد، ایاسوفیا میوزیم کوربنه او د نړۍ یو له هغو سیمو څخه ده چې ډير سیلانیان ورته راځي.

http://media.zenfs.com/en_us/News/ap_webfeeds/ece2f746fb0379006a0f6a7067002778.jpg
د پولیسو هغه مرکز چې نن سه شنبه پرې یوې ښځې سرتیری برید وکړ. په برید کې یو تن پولیس افسر ووژل شو او یو بل ټپي شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x