افغانستان

اشرف غني: د کابیني د معرفي کولو لپاره په وروستیو مرحلو کې یو

نن ټکی آسیا: د ګډ حکومت ولس مشر اشرف غني تیره ورځ مازیګر د ولایتي شوراګانو د غړو سره په یوه ناسته کې وویل چې ډیر ژر به کابینه معرفي شي، او زیاته یې کړه چې دوی د کابینې د معرفي کولو لپاره په وروستیو مرحلو کې دي.

نوموړي دا خبري وروسته تر هغه کوي چې په واکمنۍ کې سل ورځي پوره شوې، او د څو ځلي وعده خلافي برسیره تر اوسه نه دی توانیدلی چې کابینه اعلان کړی، او حکومت جوړ کړي.

باید وویل شي چې ګډ حکومت د انتخاباتي ناندریو له کبله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په نوښت جوړ شو، او پرته له دې چې د انتخاباتو تفصیلي نتایج اعلان شي، اشرف غني د ګډ حکومت ولس مشر او د نوموړي سرسخت مخالف ډاکټر عبد الله اجرائیه رئیس وټاکل شو.

خو دواړه مشران تر اوسه نه دي توانېدلي چې په یوه کابینه باندي اتفاق وکړي، او د سل ورځو پوره کیدو وروسته هم افغانان د رسمي کابیني په انتظار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x