شعـــــرونه

رښتینی ایمان

لیکوال: محمد فاروق (وړ)

باور لرل په خدای (ج)، بل چا یا بل شي خو ایمان دی
اشرف المخلوقات کډوال نن ولې بې ایمان دی ؟

هم بُت هم بُتپرست دواړه دپاک الله مخلوق دی
سجده کوونکی بل مخلوق ته کله مسلمان دی

په خوله باندې خو ډیر منافقان مسلمانان دي
عمل یې دشداد، نمرود، فرعون او شیطان دی

دنیا ته د انسان راتګ ښادي ورنه تګ غم دی
تر څو چې شپېلۍ پو نه وي، دوه مخی دا جهان دی

ته وایې: «افغان مړ کړه! خو ګریوان یې څیرې نه کړې!»
شکېدلی تر لمنې نن دهر افغان ګریوان دی

هر څوک له مانه پوښتي،چې: «څه وخت به مې بخت ویښ شي؟»
د ما، د ما د پلار، نیکه او جد هم دا ارمان دی

ښکار زن په غېشو وویشتو، چې غبرګ وزر مو مات شول
موږ پاتې شوو، کړیږو، رانه تللی خپل کاروان دی

د عمر ټول واټن د خطرونو څخه ډک دی
ضرور هر یوه کاروان ته یو زړه سواندی پوه سروان دی

ډېر پاک پاک انسانان خو په ناحقه مظلومان شول
ډېری، چې ظالم نه وُ، نن په خپل عمل پښېمان دی

خپل زړه ورته تنګ نه کړې! مټې ونغاړه !خوځیږه!
په هر کار کې یا ګټه اویا هم لږ څه تاوان دی

وردګ ډولچي ته وویل، چې: «ډول ته دې کش ورکړه!»
کړَپا شوه د کړامو یې، واشنګتن ته ور روان دی

خپل ډانګ ته چې دی لاس کړي، بس! تکیه یې په مولا ده
سر لوړی پښتون ځکه په سنګر کې قهرمان دی

دهر بدل افغان نقاب چې لرې کړې، مشرک دی
مشرک مرید د خپل پیر تر څنګ پروت په یوه ډېران دی

که نن نه شي، سبا ته ټول کبرونه زوال کیږي
د خدای (ج) په نعمتونو باندې کبر خو کفران دی

متل دی د پښتو: «که راته ګورې، درته ګورم
یو بل ته خو په نه کتو د مینې جهان وران دی»

دا رمز د ژوندانه دی له ازله تر ابده
ته خود په هغې چا ګران یې، چې دی هم په تا ګران دی

خواږه، ترخه او تروش شربت یې ځای نه شي نيولی
وحدت که د وجدان په جام کې وه څکې، زعفران دی

د ویر تورې پردې د وطنپال په مخ راکش شوې
ړنګ شوی ښکلی قصر د مشهور دار الامان دی

د نوي کال په روځ موږ د هر چا د رُخې وړ وو
په یاد مې د جانان سره چکر د یخ پغمان دی

نران او ښځې مخ، څټ، ښي او چپ لوري ته ځیر شئ
رسوا یې کړئ! چې څوک مشر یا کشر او یا ځوان دی

ایمان د ده په کړو او وړو کې شپه او روځ ځلېږي
په هره یوه سیالۍ کې غټ او روڼ ستوری افغان دی

د لوبو پایلې ښيي، چې په لوبو کې هر چېرته
د بل هر یوه لوبغاړي هدف…، زور او غیران دی

نادان د کایناتو پست لوبغاړي ته چکچک کا
دانا د نادانانو بدبختیو ته حیران دی

د شویو تجربو له مخې ډېر طبیبان وایي:
ایمان د هر انسان بدن او روح ته ښه درمان دی

د ټګ او د ټګمار خبرې ښې بريښي جاهل ته
رښتینی ایمان (وړه) کلک باور په پاک قرآن دی

محمد فاروق (وړ)
زولینګېن جرمني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x