
«کریمي ناټو ته: له ۱۴کلنې جګړې ستنیږئ، وسلې مو موږ ته را پریږدئ»
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د دفاع وزارت د لوی درستیز ستر جنرال شیر محمد کریمي په اټکل، روان ۲۰۱۵م کال هم له ستونزو او جګړو ډک خونړی کال دی او په دې کال کې به د طالبانو له لورې د ناامنۍ پېښې لا زیاتې شي.
ښاغلي کریمي چې تېره ورځ یې په پکتیا کې د اردو له یوې قرارګاه څخه لیدنه کوله، وویل ، چې له خطر ډک کال په مخ کې لرو ؛ نو باید د مقابلې چمتووالی ولرئ.
نوموړي د خپلو نیمګړتیاوو په باب وویل، چې ځواکونه یې هوايي ځواک ته اړتیا لري، د مهماتو له کمښت سره مخ یو.
د افغانستان لوی درستیز په دې لیدنه کتنه کې پر نړیوالو ملاتړو ناټو او امریکا غږ وکړ : «زه وایم، چې تاسو له دې ځایه له څوارلس کلنې جګړې وروسته ځئ، متاسفانه خپل نظامي تجهیزات د جګړې له ډګره باسئ او عراق او اکراین ته یې سپارئ، زه وایم ، دا موږ ته راکړئ، ځکه چې ورته اړ یو.»
نوموړي غوښتنه وکړه، چې له افغانستانه د ناټو او امریکا د وتلو وروسته باید دا ملاتړي د پخوا په څېر د دوی ملاتړ ته ادامه ورکړي .
د افغانستان د پوځ لوی درستیز دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د روان میلادي کال له پیل سره جوخت په افغانستان کې د ناټو محاربوي ماموریت پای ته ورسېد او له دې وروسته به د پریکنده ماموریت تر نامه لاندې د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیز او مشورې دنده پر غاړه لري.ka