fbpx

پام! جګړه پای ته نه ده رسېدلې، رنګ يې بدل کړ!

لیکوال: لطف الله خیرخوا

کالم: نکات

ځينې ځايونو کې مې تر سترګو شول، چې امريکا او ايساف د جګړې پای اعلان کړ، ځينو ځايونو کې مې بيا د امريکا د ماتې خبره تکرار وليده. سوال دا دی، چې دومره لويه او خطرناکه جګړه څنګه په يو لفظي موقف ختمېدای شي؟ يوازې امريکا چې ترېليون ډالر يې مصرف کړل، په دې قناعت کوي، چې جګړه بې نتيجې پای ته ورسوي؟ که لږ فکر وکړو، چې ماتې څه معنا؟ يو قوت روغ رمټ او په هماغه دبدبه ظاهرا مازې بېرته ستنېده اعلانوي، خو ځای ناستي يې له مخکې بده جګړه کوي، په همغه عقيده يې کوي، په همغه طرز يې کوي، د همغو موخو لپاره يې کوي، په همغه اسبابو يې کوي، څنګه مات ګڼل کېدای شي؟

د امريکا نظامي اډې او د ايساف مفاهمتي مراکز

په ۲۰۱۳ م کې د امريکا نظامي اډو غوښتنې زور ونيو. ورسره دا خبره د راسموسن لخوا تکرار شوه؛ که ناټو وځي هم، نو له «افغان» دولت سره به له خپلو مفاهمتي مراکزو مرسته روانه ساتي. همغه وخت ځينو ورونو تکرار بحث کاوه، چې جګړه نوی رنګ اخلي. همغه وخت دا وړاندوينه وه، چې له دې وروسته نو همغه د خلقيانو مسئله پيليږي : سهار عسکر، غرمه ضابط او ماښام مړه ځويه!

وګورئ، چې د محلي پوليسو په نوم قومندانۍ پيل شوې، هره ساحه له اربکمشرانو ډکه شوه او جګړه داسې لور ته لاړه، چې اوس له عقيدې او فکره خلاص خلک يې «ورور وژنه» بولي. دا دی وينئ، چې اردو داسې کانې کوي، چې پخوا امريکا او ناټو کولې. ټولوژنې، سر په ټولو بمبار، سر په ټولو توپچي انداختونه، د سپين ږيرو او کليوالو سپکول او رټل.

له پخوا سره توپير دومره شو، چې اوس بهرنيان د جګړې ساحې ته نه ځي، خپله اردو استوي، اربکيان استوي او له هغو جاسوسانو کار اخلي،چې ډرون بريدونو ته لار هواروي. تاسې دروشمېرئ، چې بيخي په لنډه موده کې دوی څه وکړل، په کوم نامه يې وکړل او له پخوا سره په څه توپير؟ مثلا سياه ګرد، بره کي برک، سنګين، کاپيسا او خوست. د پکتيکا يحی خېلو مدرسې غميزه يې تر ټولو روښانه دليل.

يو څوک چې مات شي، هغه په همدغه قوت خپل بړيڅي پرېږدي؟ يوه جګړه چې پای ته ورسيږي، همدومره خونړۍ کيږي؟

د دوستم باټې

دا څو ورځې دا خبره هم په ډېره ګرماګرمۍ کې اوړي چې ګويا دوستم شل زره ملېشو سره د طالبانو پر ضد جګړې ته راوځي. دلته بله خبره هم ذهن ته راځي، چې د دوستم ملېشه د پخوانيو ټولو جګړه مارو ډلو د اعادې غمازي کوي. که مو په ياد وي، نو د «استاد» عطاء ملېشه بېله ده. د «جنرال» بسم الله ملېشه بېله ده. د «تورن» اسماعيل خان ملېشه بېله ده. که دوستم مسلح کيږي او په شمال کې د طالبانو تصفيه کوي، نو دا نورې جګړه مارې ډلې به غلې پاتې کيږي؟

دا يوه بېله لوبه ده، چې په افغانستان کې د اسلامي نظام د مخنيوي په موخه پيليږي او د دې کره دليل دی، چې جګړه پای ته نه ده رسېدلې او نه امريکا ماته شوې. اوسني حالت ته په کتو، د دې شديده اړتيا ليدل کيږي، چې بايد جهادي لوری هم جګړه په خپل مستقل استخباراتي قوت غبرګه کړي. دا يو واقعيت دی، چې سيمه کلکو امنيتي طرزونو رانيولې، هيڅوک خپله ګټه او منفعت په سالمه سياسي لار او طرز کې نه لټوي، بلکې له لومړي سره په امنيتي(استخباراتي) قوت تکيه کوي او کوښښ کوي، چې مقابل لوري کې خوږه ګوته متعينه کړي او بالاخره د يوه جبري چاپېريال له لارې خپلې غوښتنې پر ځای کړي.

ګويا دغسې يو امنيتي چاپېريال کې بايد يو متعهد امنيتي قوت رامنځته شي او د متوازنې امنيتي دفاع او هجوم صلاحيت ولري. دا اوس چې د جګړې د پای ته رسېدو کومې نارې اورو، مازې استخباراتي چال دی، چې په غټه کې د جهادي لوري هغه دليل ته دفع برابروي، چې ګوندې بهرنيان خو ووتل، نو جګړه ولې کوئ؟

دوهمه اړتيا داده چې بايد زوړ حکم او زړه فتوی ادامه ولري، ځکه چې عقيده، فکر، طرز، لار او اسباب همغه دي، يوازې او يوازې د څېرو تغيير دی. دا تغيير دومره ژور هم نه دی، چې ژور فکر او مطالعې ته اړتيا لري، بلکې ډېر سطحي تغيير دی،چې ايله د پروني دوهم صف خلک، لومړي صف ته رامخکې شوي.

د «مفکر» سکنی

د جګړې د نه ختمېدو او د امريکا د نه ماتېدو بل دليل دا دی، چې د اوسني دولت درېيم سر هم پيدا شو. خليلزاد د اوسني دولت روحِ روان او د مفکر ډېر سکنی مخې ته راغی. ارګ ته به له خپل ټيم سره راځي او خپل ځانګړی دفتر به لري. داخبره خو لومړی د مفکر علميت او سياسي تدبر جوتوي، ځکه چې ارګ کې يې داسې مشاور ځان ته غوره کړ، چې د نړۍ د ستر دولت د سترو لوبو ستر سفارتکار دی. ښکاره ده، چې مفکر به په ډېر متوازن ډول پر مخ ځي، ځکه چې دولت يې دوه سره لري، نو «عقلونه» يې هم دوه دي او زړونه هم، ګويا تدبير او عواطف بيخي سره جلا دي، نو بايد داسې قوه وي، چې د داسې نا انډولۍ علاج ولري. دوهم دا چې دا دولت به د پخوا په څېر په ناسيده سياسي قومانده کې نه وي، بلکې لکه څنګه چې د جګړې په برخه کې مستقيم امر مني، له دې وروسته به سياسي قومانده هم مستقيمه وي.

ګويا بهرنيان په ډېر وقاحت موږ ته وايي، چې نور نو هغه وخت نه دی، چې هر څه به مو رمزي کول، ديارلس کاله مو تېر کړل، ښکاره به يې کوو. که داسې نه وي، نو ارګ کې د خليلزاد کېنول څه معنا؟ بل مهم سوال دا دی، چې جګړه ختمه ده، نو دومره مهم سړی دلته څه کوي او هغه هم ارګ کې؟

اخرنۍ خبره همدا ده، چې جګړه نه ده ختمه، بلکې رنګ يې بدل کړی. بهرنيان به جګړې ته نه مخامخ کيږي، البته دومره يې حوصله ماته ده، اما که د ماتې خبره کيږي، نو د ماتې علامې به دا وي، چې کله لويديز فکر شرم وبلل شي، لويديځ پلوي لکه کمونستان شرمساره د ملت مخې ته ودريږي، کله چې بهرنی غوبل په تمامه معنا سره وشړېږي او کله چې هر يرغلګر د مرګ وژند معرکه کې ځان ټپي ټپي او په تيندکونو ايله د وتلو کوښښ وکړي، نو وايه چې امريکا ووته او ماته شوه..نو وايه چې ناټو ووته او ماته شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د