نړۍ

اردوګان: اروپا دې د اسلام ضد کړيو خلاف عمليات وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوګان پر اروپايي ټولنې غږ کړی، چې ترکيې ته د ولسواکۍ ښودلو پر ځای د هغو خلکو پر ضد عمليات وکړي، چې اروپا کې د مسلمانانو پر ضد مظاهرې کوي.

اردوګان انقره کې ترکي سفيرانو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی بايد يوه جارحانه بهرنۍ پاليسي ولري، تر څو په پوره باور د نوې ترکيې استازيتوب وکړای شي.

نوموړي زياته کړه، چې د اندېښنې ځای دا دی، چې اروپايي ټولنه د خپل هېواد مسلمانو اوسيدونکو د ژغورنې پر ځای ترکيې ته د ولسواکۍ درس ورکوي.

اردوګان زیاته کړه، چې اروپا کې اسلام فوبيا «له اسلام او مسلمانانو د وېرې او کرکې فکر» د توکمپالو ګوندونو لخوا ښه په درز کې مخ پر وړاندې روان دی او ورځ تر بلې يې په ګڼو اروپايي ټولنو کې پلويان هم زیاتیږي.

اردوګان وايي، چې اسلام فوبيا اروپا لپاره تر هر څه زيات ګواښ دی او که اروپايي ټولنه دغه ګواښ ژر تر ژره له منځه يونسي، نو د اروپا کلتور او باور د ټول عمر لپاره له منځه ولاړ شي.

اردوګان دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې المان کې پيګيډا ګوند د اسلام او مسلمانانو پر ضد مظاهرې او لاريونونه پيل کړي او دغو مظاهرو کې زرګونو المانيانو برخه اخیسته ده.

اردوګان د خپلو خبرو په ترڅ کې پر اروپايي رسنیو هم نيوکې وکړې، چې د ترکيې او اسلامي نړۍ پر ضد کرکې او نفرتونه خپروي او رښتيا نه خپروي.

«دوی دلته راځي او موږ ټول اسناد ورښيو او د ټولو پوښتنو ځواب ورکوو، مګر چې لاړ شي، بيا هم خپل کار کوي.»

اردوګان ترکي سفيرانو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی ټول باید په خپل موقف ټينګ پاتې شي او د ناروا او غیر اخلاقی پروپاګند په اړه توجه ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x