نړۍ

پاکستان دوه نور کسان اعدام کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): پاکستان نن سهار وختي د پنجاب ایالت په ملتان ښار کې دوه نور کسان اعدام کړل.

پاکستان ملي تلویزون د راپور پر اساس دوه تنه «ترهګر» علي احمد مشهور په شیش ناګ او غلام شبیر مشهور په ډاکتر نن /چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه/ سهار وختي د ملتان ښار په مرکزي زندان کې اعدام شول.

پاکستاني رسنۍ وايي چې علي احمد مشهور په شیش ناګ په ۱۹۹۸ز کال کې د جنورۍ پر ۷مه په یوې «مذهبي شخړه» کې ۳ کسان او غلام شبیر مشهور په ډاکتر د ۱۹۹۸ په اکتوبر کې د خانیوال ولسوالۍ یو پولیس افسر او د هغه موټر چلونکی وژلي وو.

دولتي رسنۍ وايي چې دواړه یې نن سهار په ۵:۳۴ دقیقو اعدام کړل.

د پاکستان د بېلابېلو محکمو په شمول د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د دوی دواړو د رحم استیناف رد کړی و.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د مرګ سزا باندې د څو کلونو بندیز وروسته په وروستیو څو اونیو کې ۹ کسان اعدام کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د اعدام پر سزا لګېدلی بندیز وروسته تر هغې لرې کړ چې په پېښور کې طالبانو د پوځیانو پر یو مکتب برید وکړ چې له کبله یې نېږدې ۱۵۰ کسان ووژل شول.

د پاکستان بشري حقوقو کمېسیون وايي چې اوسمهال په پاکستاني زندانونو کې ۸،۵۰۰ کسان موجود دي چې د اعدام پر سزا محکوم شوي او د ټولو استینافونه رد شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx