افغانستان

جلال اباد کې چاودنې یو قاضي ووژلو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختيځ ولایت جلال اباد کې نن سهار ۸ بجې  عیدګاه ته څېرمه د یو قاضي په موټر چاودنه وشوه.

عیني شاهدان وايي چې په  چاودنه کې د لغمان د استیناف محکمې قاضي محمود الحسن وژل شوی او ۳ ماشومان يې ټپیان شوي دي.

د چاودنې په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د یوه چسپکي ماین پر مټ  شوې د عیدګاه مسجد سره د لارې پر سر شوې. دوی وايي چې وژل شوي قاضي خپل بچیان ښوونځي ته لېږدول چې چاودنه پرې وشوه.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې یو تن وژل شوی او ۲ ماشومان ژوبل دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون رییس ډاکتر همایون زهیر ویلي چې روغتون ته ۳ ټپي ماشومان وروړل شوي چې د یوه حالت د انديښنې وړ دی.

د جلال اباد ښار عیدګاه د ښاري محکمې، استیناف محکمې او ننګرهار محبس ته څېرمه پرته ده او دغه سیمه کې د قاضیانو کورونه هم پراته دي.

تر دې دمه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x