افغانستان

په درو ورځو کي د بهرنیانو ۳ هلیکوپتري را وغورځیدلې

us_army_helicopterنن ټکی آسیا: د افغانستان په ختیځه کې د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه را وغورځیده.

د تفصیلاتو سره سم په افغانستان کي میشتو بهرنیو عسکرو په یوه خبرپاڼه کي خبر ورکړی چي نن ۲۵-۶-۲۰۱۱ د افغانستان په ختیځه کي ددوی یوه هلیکوپتر اولتکه را وغورځیده، خو پکي سپرو عسکرو ته هیڅ ډول مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.

خبرپاڼه کي راغلي چي تر اوسه دا نه ده معلومه چي د الوتکي د را غورځیدو علت به څه وي، خو دومره يې ویلي چي په سیمه کي د مخالفینو (طالبانو) د فعالیتونو کوم راپور په لاس کي نه لري.

دا الوتکه په داسي وخت کي لویږي چي صرف یوه ورځ تر مخه د هلمند په ولایت کي یوه هلیکوپتره او تر هغه یوه ورځ تر مخي په زابل کي بله الوتکه را لوېده، چي په دغه ترتیب په درو ورځو کي د ایساف ۳ هلیکوپتري را ولوېدلې.

د زابل او د هلمند د الوتکو په اړه طالبانو ویلي چي دا الوتکي ددوی په ډزو را غورځیدلي، او په کښي ناستو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x