
د پیدايښت حقیقت ـ د ډاروین د نظريې رد ـ اوومه برخه
ژباړه: دادمحمد ناوک
د مور په رحم کې د جنين بشپړتیا
ډارونیستان دخپلې دعوې لپاره بل دا دلیل راوړي چې انسان د مور په رحم کې د نورو ژوندیو موجوداتو په څېر مرحلې تېروي. یعنې د فقاريه حيواناتو ټول جینونه په رحم کې په لومۍ مرحله کې له یو بل سره ورته وي. دا دعوه يې هم بې بنسته ده. پروفیسور دوکتور شنګون پر دې موضوع نيوکه کړې او وايي چې تر اوسه موږ نه پوهېږو چې د القاح هګۍ د ودې په مرحلو کې څومره د دې وړ ده چې حتی په ورته والي يې خبرې وشي. اصلاً د دې تثیبت چندانې اسانه خبره نه ده. ځکه چې ځينې جينونه ډېره په بېړه وده کوي او ځينې نور بیا ډېر ورو ـ ورو لويېږي. که له مورفولوژيک « جوړښتي» اړخه ورته هم ښکاره شي، مګر د ژوندیو موجوداتو هر نسل خپلې ځانګړنې، کروموزونه، ژنونه او خپل مواد لري، چې د دې ټولو په وسیله وده او پرمختګ کوي.
قرآن کريم، د مور په رحم کې د جنين د پړاوونو په اړه ډېرې روښانې څرګندونې لري، چې موږ څوارلس سوه کاله وروسته ثابتې کړې. دا موضوع د قران له نظره را اخلو:
ژباړه: او قسم دی، بې له شکه مو انسان «ادم» له پاکې خاورې نه پیدا کړ. وروسته مو هغه «اولاد يې» د نطفې په شکل په یوه محکمه قرارګاه « رحم» کې کېښود. بیا مو دا نطفه د وینو «کلکه سريښناکه» ټوټه وګرځوله. بیا مو د غوښې وړه ټوټه وګرځوله. بیا مو هډوکي کړل او دې هډکو ته مو « غوښه، رګونه، پلې او نور» ور واغوستل. بیا مو په نوې بڼه پیدا کړ، نو د الله جل جلاله شان ډېر لوړ دی او ډېر ښه پیدا کوونکی دی. «مؤمنون: ۱۲-۱۵»
الله جل جلاله په پورتني ایات شریف کې لومړی په خاوره کې د انسان د مادي منشاء په توګه ځينې عناصر یادوي، یا هم په تشبهي او سمبوليک ډول له مایع یا هم د پروتين له مخلوطه بحث کېږي، چې د انسان د خوراک له لارې يې بدن ته داخل شوي او دا مخلوط یا هم مایع ترې رامنځته شوې، چې دواړه معناوې سمې دي. وروسته دا مایع د نطفې په شکل د مور رحم ته داخلېږي او هلته بېلابېلې مرحلې تېروي. په یوه مرحله کې الله جل جلاله هغه «علق» بولي، یعنې هغه سریښناکه وينه چې د رحم په دېوال پورې نښتې وي. علقه له علاقې سره هم اړیکه لري. دا د نطفې لومړی خپل کړی شکل دی چې دمور د رحم په دېوال پورې نښلي او د هغې له بدنه تغذیه کېږي. قران د دې ټولو نسبت الله جلاله ته کوي. ځکه چې نه هغه نطفه او نه هم علقه دا توان لري چې پخپله څه وکړي. په تېره بیا د انسان د جوړښت په اوږدو کې چې شعور، ارادې، علم او بې اندازې قدرت ته اړتیا لري. نطفه پخپله هیڅ نه شي کولای چې دا سې پرمختللی شکل خپل کړي. پر همدې اساس د دې ټولو کارو توان الله جل جلاله لري. موږ چې کله دا موضوع تشریح کوو، داسې لګیا يوو لکه دا هرڅه چې د مور په رحم کې پخپله ترسره کيږي چې دا صرف په مجازي توګه امکان لري.
په داسې حال کې چې د بشپړتیا ډنډورچیان دا هر څه تصادفات او پخپل سر پېښېدونکي ګڼي، نو پر دې اساس د جهالت داسې نمونه وړاندې کوي چې په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کېږي. فکر کوم چې ماټریالیستان « ماده پال» پر همدې خاطر د بشپړتیا په فرضيه تکه کوي.
علقه د مور د رحم په دېوال څريښېږي، چې له بدن سره يې ژورې اړيکې پیدا کوي او وروسته د «مضغه» شکل ته اوړي، مضغه هغه لکه ژوول شوې غوښه، چې د معلوم شکل نه لري خو دایره غوندې ښکاري. دا د ژوول شوې غوښې شکل د حجرو مجموعه ده، چې لومړی «تنکيو هډوکو» ته اوړي او وروسته هډوکي کېږي. وروسته له دې چې حجرې رامنځ ته شوې د عضلاتو حجرې پکې پیدا کېږي ا وله دې حجرو نه پیدا شوې غوښې په هډوکو پوښل کېږي. د قرآن دا څوارلس سوه کاله وړاندې تفصيل په دې وروستیو کې ایمبرولوژي « جنين پېژندنې» د «X» شعاعو په وسیله ثابت کړ. قران کريم داسې موضوعګانې د اصلي هدفونو لپاره لکه توحید، نبوت، حشر، عبادت، عدالت په تشبهي، استعاري، تمثلي او مجازي ډول په قوسونو کې بیانوي، خو د مور په رحم کې د جنین د مرحلې دومره په ډاګه څرګندونې يې دا ثابتوي چې د بشپړتیا د دعوه دارانو او نورو شبهو ښکاره نفي کوي.
قرآن پر غوښو د هډوکو له پوښښه وروسته فرمايي: « بیا مو په نوې بڼه پیدا کړ »؛ پر دې معنا چې تر اوسه په کوم حالت کې و، هغه مو ور بدل کړ او نوی شکل مو ورکړ، هو دا مرحله هغه مرحله ده چې انسان په یوه بېل شکل کې را منځته کېږي.
د ټولو فقاريه حيواناتو په پنځو ورته مرحلو «نطفه، علفه، مضغه، هډوکي، غوښه» کې بشپړېږي، که د انسان، ماهي او یو مرغۍ د جنین مراحل وڅېړل شي نو له یو بل سره ډېر به توپیر ونه لري. مګر دا یواځې ظاهري ورته والی دی. لکه وړاندې مو چې وویل د جنین د بشپړتیا مرحله په ځينو کې ډېره تېزه او په ځینو کې ډېره ورو ترسره کېږي. بله دا چې د هر ډول ژوندي موجود جنين ځيني ځانګړې ځانګړنې لري چې ظاهر خو يې څه کوې، د مور په رحم کې يې هم نشو لیدلای، مګر دوی په همدې ځانګړنو کې وده کوي. تر دې اندازې چې دا توپیرونه د یو انسان او بل انسان تر منځ هم لیدل کېږي. ځکه چې همدا انسان د یو بېخې بېلې نمونې چې په سترګو، ويښتانو، پوزه، غوږو، قد، وزن، نوکانو، ګوتو، ان ډې اې، په شکل کې، کرکټر کې او آن په وړتیاو کې سره توپیر لري، څخه زېږي. د دې جینونو تر منځ یواځيني شريک ټکي د نوعې له مخې پيدا کېدای شي.
پاتې شته…