ټولنیزه برخه

ښکاري او مرغۍ – کیسه

ژباړن : عطا محمد میاخېل
یوه ورځ یوه ښکاري ، یوه مرغۍ په خپل دام کې ونیوله ، مرغۍ ښکاري ته وویل :

اې ښاغلیه ! تا د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې غوښې خوړلې دي او هېڅکله نه یې موړ شوی ؛ زما د دې کوچني بدن له خوړلو هم نه مړېږې ، که چېرې ما خوشې کړې ، نو درې د پند خبرې درته کووم ، تر څو سوکالي او نېکمرغي دې په برخه شي .

لومړۍ د پند خبره هغه وخت درته کووم چې ما خوشې کړې ، د دوېیمه پند خبره به هغه مهال درته وکړم ، کله چې ستا د کور په بام کېناستم او درېیمه د پند خبره به هغه وخت درته کووم ، کله چې په ونه کېناستم .

ښکاري ومنله ، مرغۍ وویل : له امکانه لرې خبرو باندې به هېڅکله باور نه کوې .

ښکاري پرته له کوم ځنډ څخه هغه خوشې کړه ، مرغۍ والوته او د دوی د بام پر سر کېناسته او وې ویل : د پند دوېیمه خبره : په تېرو پسې هېڅکله مه ګرځه او د هغه څه په باب اندېښنه مه کوه ، چې مخکې دې له لاسه ورکړي وي ، ځکه چې ګټه نه لري .

مرغۍ والوته د ونې په یوه ښاخ کېناسته او وې ویل : اې ښاغلیه ! زما په خېټه کې یوه مرغلره ده ، چې د لس درهمو په اندازه وزن لري ، مګر له بده مرغه ، چې ستا او ستا د اولادونو قسمت پکې نه وو ، کنه نو په هغې سره به ډېر شتمن شوی وې .

ښکاري د دې خبرې په اورېدو سره ډېر خواشینی شو ، چیغې یې پورته شوې او وې ویل ، دا مې څه وکړل ؟

مرغۍ په خندا ورته وویل : ما څو شېبې مخکې تاته نصیحت وکړ ، چې په تېرو پسې مه ګرځه ، یا زما د پند په خبره نه یې پوه شوی او یا هم کوڼ یې ؟

د پند دوېیمه خبره مې داوه ، چې په هغو خبرو باور مه کوه ، چې له امکانه لرې وي .

اې ساده ! زما ټول وزن له درې (۳) درهمو څخه لوړ نه دی ، دا نو څه ډول امکان لري ، چې د لسو درهمو په وزن مرغلره دې زما په خېټه کې وي ؟

ښکاري څو شېبې د فکرونو په سمندر لاهو شو ، وروسته یې وویل : اې ځیرکې مرغۍ ته ډېره قېمتي یې ، د پند درېیمه خبره هم راته وکړه ، مرغۍ وویل : آیا د پند په هغو دوه مخکنیو خبرو دې عمل وکړ ، چې درېیمه هم درته وکړم ؟

نا پوه او خوبه وړو کسانو ته د پند خبرې کول داسې دي ، لکه په ښوره لرونکې ځمکې باندې د تخم شیندل .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x