افغانستان

کنړ: د پاکستاني ځواکونو په مرمیو ۲ تنه کوچنیان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي

Pakistani_soldiers_fire_artilleryنن ټکی آسیا: د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وايي چي د جمعې په ماسختن د کونړ په ولایت کي د خاص کنړ پر ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو په ډزو ۲ تنه کوچنیان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع د وزارت څخه په یوه خبرپاڼه کي ویل شوي چي تیر ماسختن د ۹ بجو او ۴۵ دقیقو په شاوخوا کي پاکستاني ځواکونو د خاص کونړ

په ولسوالۍ کي د شانکور پر سیمه په درندو وسلو ډزي وکړي، چي له کبله يې ۲ تنه کوچنیان مړه او دوه نور ټپیان شوه.

په خبرپاڼه کي راغلي چي د ملي دفاع وزارت په کلکه سره خبرداری ورکوي، چی دا ډول بریدونه به د دواړو هیوادونو تر منځ د ورورولۍ پر فضا باندي خورا بدي اغیزي وکړی، ځکه چي دا رنګه بریدونه هیڅ کوم دلیل هم نه لري.

خبرپاڼي زیاته کړې چي د پاکستان حکومت باید پوه شي چي د افغانستان د اوسیدونکو وژل به غبرګون ولری.

د بلي خوا د پاکستان له خاوري څخه د ننګرهار ولایت د ګوشتې پر ولسوالۍ هم لس د توپ مرمۍ وار شوي دي، د سیمه څخه امنیتي چارواکي وايي چي دغه مرمۍ د انارګي په سیمه کي لګیدلي، خو کوم ډول زیان يې نه دی اړولی.

باید وویل شي چي د پاکستان او افغانستان له خوا پدې وروستیو کي د پولي پر دواړو خواوو د تیري تورونه لګول کیږي، چي پاکستان وايي د افغانستان له خاوري څخه وسله وال راځي او پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي، او افغانستان بیا پاکستان په دې توره وي چي د افغانستان پر خاوره د درندو وسلو په واسطه د توپ مرمې را غورځوي چي له کبله يې زیات شمیر کسان چي اکثره يې ماشومان او میرمني دي وژل شوی، او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x