افغانستان

د سنګین د پولیسو نېږدې ۷ میلیونه افغانۍ معاشونه غلا شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ملي او سیمه‌‌‌ییزو پولیسو د دوه میاشتو معاشونو چې شخصي جیبونو ته تللي دي، د امنیه قومندانۍ دننه پرې خپلمنځي سخت جنجالونه شوي دي.

د هلمند امنیه قومندانۍ سرچېنو پژواک ته ویلي چې په سنګین کې دوی ۲۳۷ ملي او ۳۰۰ سیمه‌ییز پولیس لري چې د تلې او لړم میاشتو لپاره په یوځای ۱۴ میلیونه افغانۍ ورته لېږل شوې وې چې له منځه يې ۱۴۱ ملي او ۱۱۳ سیمه‌ییزو او ۷۴ ناسوقه ملي پولیسو ته د همدې دوه میاشتو معاشونه ورکړل شوي او پاتې نورې شخصي جیبونو ته تللي دي.

راپور زیاتوي چې ۶۱۱ پولیسو ته د دوو میاشتو په موخه (۱۴۳۲۰۸۰۰ څوارلس میلیونه ۳ لکه ۲۰ زره اته سوه) افغانۍ لېږل شوي خو له منځه یې ۳۲۸ تنو ته چې (۷۶۷۵۲۰۰ اووه میلیونه شپږ لکه پنځه اویا زره او دوه سوه) افغانۍ ورکړل شوي او پاتې نورې شخصي جیبونو ته تللي دی. د سرچېنې له قوله د لیندۍ د میاشتې د معاشونو منظوري شوې خو تر دې مهاله نه ده لېږل شوې.

د هلمند ولایت یوې بلې سرچېنې ویلي چې د معاشونو د ورکېدو او شخصي جیبونو ته د تللو څخه د هلمند ولایت ټول مسوولین خبر دي او د حقایقو د رابرسېره کولو لپاره یو کمېسیون سنګین ته هم تللی و، خو موضوع لا هم حل نه ده پاتې شوې. نوموړی ادعا کوي چې د پولیسو د معاشونو په غلا کې نه یواځې د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ رهبري ښکېله ده بلکې تر وزارته پورې ځېنې کړۍ د معاشونو په غلا کې شریک دي.

د سنګین ولسوالۍ د شورا ځينو غړو ویلي چې دوی پخوا په سنګین کې ۳۰۰ سیمه‌ییز پولیس (اربکیان) لرل خو اوس ترې ۵۰ تښتیدلي دي. دوی زیاته کړې چې په سنګین کې اربکیانو ته ۲زره یا ۳زره کلدارې معاش ورکول کیږي.

ددغې ولسوالۍ د شورا یوې بلې ښځېنه غړې زهرا ویلي چې نوموړې ۱۸ اربکیان لري خو د تېرو لسو میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی.

د زهرا له قوله د معاشونو د نشت له کبله ډيری شمېر پولیسو او اربکیانو دندې پريښي او امنیت نور هم خراب شوی دی.

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست او د امنیت امر باچاګل بختیار خبریالانو ته ویلي چې ستونزه شته دی، خو دا سمه نه ده چې پیسې دې شخصي جیبونو ته تللي وي.

سنګین کې د دولتي عسکرو د معاشونو شخصي جیبونو ته د تللو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې څو ورځې وړاندې د ملي اردو څلورو پوستو پر یوه واده برید وکړ چې له کبله یې د ناوې په شمول ۵۹ ښځې او ماشومان شهیدان او تر ۷۰ زیات نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x