امریکا: ټکساس په یوه پوځي روغتون کې بریدګر ډاکتر او ځان وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د امریکا په ټکساس ایالت کې یو تن بریدګر په نظامي روغتون کې لومړی یو کس او بیا خپل ځان وژلی دی.

رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس د ټکساس ایالت د پوځ یو لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې پېښه د ټکساس ښار په لویدیځ د ویلیم بیاماومنټ پوځي روغتون کې رامنځته شوې.

تر دې مهاله د دواړو وژل شوو کسانو نومونه او هویت نه دی په ډاګه شوی.

د ټکساس ایالت د بلیس پوځي اډې قومندان تورن جنرال سټيپن ټویټي خبري کانفرانس ته ویلي چې «بریدګر وژل شوی، موږ یوه پېښه لرو. پېښه کې یو کس وژل شوی دی».

دغه نظامي روغتون د بلیس پوځي اډې لاندې کار کوي او د برید وروسته څو ساعته د خلکو پر مخ تړل شوی و.

سیمه‌ییزې رسنۍ وايي چې لومړني معلومات ښيي چې وژل شوی کس په دغه روغتون کې ډاکتر و.

په امریکا کې تر هغه وروسته لاریونونو او نښتو زور اخېستی دی چې یو پولیس د تورپوستي د وژنې په دوسیه کې محکمې بري الذمه اعلان کړ چې له امله یې تور پوستو په مظاهرو پیل وکړ.

د تور پوستو په مظاهرو کې تر دې مهاله لسګونه امریکايي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې. وروستي برید په اړه تر دې دمه معلومات نشته چې تور پوستو کړی او که بل چا.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د