په روانه میلادي میاشت کي د بهرنیو عسکرو د وژل کیدو شمیر ۵۰ ته پورته سو
نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو یو بل سرتیری نن د افغانستان په ختیځه کي ووژل شو.
په کابل کي د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کي ددغه عسکر د وژل کیدو خبر ورکړی.
خبرپاڼه وایی چي وژل شوی عسکر د مخالفینو په برید کي وژل شوی دی، د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر په خپل خبر پاڼه کي د خپل سیاست له مخي د عسکر هویت او د پيښي د قیق ځای نه دی څرګند کړی.
باید وویل شي چي دا د بهرنیو ځواکونو پنځوسم عسکر دی، چي په روانه میلادي میاشت کي وژل کیږي.
ددې تر مخه هم بهرنیو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کي ویلي وو، چي یو تن عسکر يې د افغانستان په ختیځه کي وژل شوی وو.