افغانستان

خوست: د پولیسو پر اکاډمۍ ډله‌ ییز برید روان دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په جنوب ختیځ ولایت کې طالبانو د پولیسو پر یوې اکاډمۍ ډله‌ییز برید کړی دی.

عیني شاهدان وايي چې لومړی یو تن بریدګر خپل له چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر ته د پولیسو اکادمۍ مخې ته چاودنه ورکړه او وروسته نور بریدګر اکاډمۍ ته ننوتل او ډزې پیل شوې.

راپورونه وايي چې د ډزو د پیلیدو وروسته د دوه نورو چاودنو غږ اوریدل شوی دی.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې په خوست کې د پولیسو اکادمۍ تر سختو بریدونو لاندې نیولی. نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

نور جزییات وروسته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x