افغانستان

اشرف غني د غور امنیه قومندان له دندې ګوښه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د غور ولایت امنیه قومندان د وروستیو لاریونونو له کبله له دندې ګوښه کړای شو.

د غور ولایت د سرپرست والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي چې مل پاسوال احمد فهیم قایم د ولسمشر اشرف غني په فرمان او د کورنیو چارو وزارت په هدایت له دندې ګوښه شو.

خطیبي د نوموړي د ګوښه کېدو د لامل په اړه څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې چې تېره میاشت سلګونو تنو د غور ولایت د والي او امنیه قومندان پر ضد لاریونونه وکړل. دوی ویل چې د سیمه‌ییزو ادارو تر منځ اختلافات پر خلکو بده اغېزه کړې او له همدې امله دې دولت والي او امنیه قومندان له دندو ګوښه کړي.

خو د غور ولایت سرپرست والي سید انور رحمتي او امنیه قومندان د غور ولایت په اداره کې د اختلافاتو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې د دوی پر ضد کوم لاریون شوی دی.

د غور ولایت مدني فعالان وايي چې د سیمه‌‌ییزو ادارو تر منځ اختلافات او نه همغږي د دولت ناکامي ده. دوی غوښتنه کوله چې امنیه قومندان له دندې لرې کړای شو، باید والي هم ګوښه شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close