افغانستان

د پاکستان د یو شمېر ګوندونو مشران نن کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي۱۷مه، ۱۳۹۳ل): پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي، چې ټاکل شوې ده ، د پاکستان د یو شمېر ګوندونو مشران نن کابل ته لاړ شي او د ولسمشر اشرف غني سره وګوري.

د سرچینې په خبره ، په دغو مشرانو کې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، د نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، سناتور افراسیاب خټک ،د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شیرپاو شامل دي، چې ښايي نن کابل ته د ګډ حکومت د مشر اشرف غني ملاقات لپاره راشي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند هم څو ورځې وړاندې د ارګ په بلنه د نوموړي پلاوي د راتګ خبر ورکړی و.

ټاکل شوې، چې د دواړو لوریو د لیدنې کتنې اجنډا د دوو اړخیزو اړیکو ، دواړو هیوادونو د سیاسي او امنیتي وضعیت او له وسله والو سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې اترې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
استاد پیانزی

غنی دوه اتشه او څو اتشه ( دوه مخی او څو مخی ) غلامه او پلورل شوی مرداره قواره به د ده د پاکستانی ملحدو ، پلورل شوو د غلام ګوندونو د مشرانو له انډیوالی هم په ډاګه شوه ، غنی سربیره پردی چه د نجیب د ترور زوی ، د نجیب د کمونستی فګر ملګری هم وو ، تاسی یی ویدو ګانی وګوری ( یوه یی چه ما ولیدله غنی د نجیب په ښی څنګ کی ولاړ دی همدا سپین پټکی یی ټړلی د نجیب خبرو ته چک چکی کوی ) مګر دا چه د نجیب دوره کی روسان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x