نظــر

اوباما له افغانستان د خپلو عسکرو د ويستو په اړه له سختو ننګونو سره مخ دی

ليکوال: ډيويډ کلاوډ – د لاس اينجلس ټايمز خبريال او ليکوال

ژباړن: احمد جرس

د امريکا ولسمشر بارک اوباما، چې د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان هم دی، د خپلې واکمنۍ په شپږم کال يې دا ومنله، چې امریکايي عسکر له هېواده بهر د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جګړه کې ښکلېل دي او تر اوسه هم زرګونه امريکايي عسکر په افغانستان او عراق کې پراته دي او دواړه جګړې له مهال ويش سره سمې پای ته ونه رسيدې؛ ځکه چې حالات داسې نه وو، چې دوی دې د مهال ويش مطابق کارونه تر سره کړي.

د تېر ۲۰۱۴م کال په پای کې امريکا افغانستان کې د جګړه ييزه ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ او نوی کال د افغان امنيتي عسکرو په روزنه پيل شو او امريکا په داسې وخت کې د جګړه ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ، چې د طالبانو بريدونه او چاودنې د پخوا به پرتله بيخي زياتې شوي دي. عراق کې هم امريکايي عسکر يو ځل بيا هغه جګړه کې برخه اخيستو لپاره تياری کوي، چې د امريکايي چارواکو په ګومان پای ته رسيدلې وه.

د خپلې واکمنۍ په پيل کې اوباما خپلو نږدې کړيو سره دا اعتراف کړی و، دی هڅه کوي، چې له هېواده بهر امريکايي جګړې پای ته ورسوي او زياته کړې يې وه، چې دی نه يوازې دغه روانې جګړې پای ته رسول غواړي، بلکې امريکا په داسې جګړو له ګډونه منعه کوي او تر اوسه داسې ښکاري، چې اوباما په خپلو هڅو پاتې راغلی دی.

ايا اوباما له هېواده بهر د خپلو عسکرو په کمولو بريالی شوی؟

هو! اوباما په تېرو دوو کالو کې افغانستان کې د امريکايي عسکرو شمېر له سل زرو تر لسو زره اته سوه راښکته کړ او د راتلونکي ۲۰۱۶م کال په پای کې به ټول امريکايي عسکر له افغانستانه وځي او يوازې ډېر لږ شمېر امريکايي عسکر به کابل کې د امريکا سفارت کې پاتې کيږي.

که موږ د عراق حالاتو ته وګورو، نو اوباما د خپل مهال ويش سره سم امريکايي عسکر د ۲۰۱۱م کال په پای کې له دغه هېواده وويستل، مګر د تېر کال اګست مياشت کې يې يو ځل بيا عراق ته د ۱۵۰۰ امريکايي عسکرو د لېږلو پرېکړه وکړه؛ ځکه چې عراق کې امريکا ضد اسلامي دولت يو ځل راپورته شو. په دې وروستیو کې اوباما بيا پرېکړه وکړه، چې نور امريکایي عسکر به هم عراق ته ليږي او په عين حال کې هغه زرګونه عسکر هم د اسلامي دولت ضد جګړو کې برخه اخلي، چې خليجي هېوادونو کې پراته دي.

افغانستان کې د امريکايي عسکرو دندې

د امريکايي عسکرو لومړۍ رسمي دنده خو د افغان ځواکونو روزنه او مشورې ورکول دي او په ځانګړې توګه هوايي ځواک جوړول، چې لا هم څه نه لري او د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې امريکايي عسکرو افغان ځواکونه وروزل، مګر تر اوسه هم د طالبانو پر وړاندې د جګړو توان نه لري او حتا خپلې امنيتي پوستې هم نه شي ساتلی.

سره له دې چې امريکايي چارواکو د جګړه ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان کړی، مګر د اړتيا پر مهال به امريکايي عسکر د طالبانو پر ضد جنګيږي او شاوخوا څلور زره ځانګړي امريکايي عسکر به د طالبانو او د هغوی د پلويانو پر ضد جګړې او بريدونه کوي. امريکايي عسکر به د اړتيا پر مهال د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره هم جنګيږي، چې دوی پوه شي، چې طالبان پرې غالب دي او د دې تر څنګ د څارګرو الوتکو او نور هوايي بريدونه به ښه په درز کې روان وي.

د عراق په اړه بايد څه وشي؟

سپينې ماڼۍ عراق کې د امريکايي عسکرو د لېږلو لپاره يو شمېر شرطونه ايښي او داسې وايي، چې هيڅ امريکايي عسکر به ځمکنۍ جګړه کې برخه نه اخلي او دغه پوځيان به عراقي او کردي عسکرو ته په نظامي مرکزونو کې روزنه اومشورې ورکوي. امريکايي پوځيانو د عراقي عسکرو مشورتي پروګرام او روزنه هغه مهال پيل کړې، چې تېر اوړي کې د اسلامي دولت له لوري د عراق اردو تقريبا ټوله له منځه ولاړه، د دې تر څنګ عراقي پوځ د قومي شخړو او تاوتريخوالي ښکار دی، مادي امکانات يې کم دی او ډېر داسې عسکر شته، چې تنخواګانې اخلي، مګر دندو ته نه حاضريږي.

امريکا هڅه کوي، چې خپل عسکر عراق کې ځمکنۍ جګړې ته ونه ليږي، مګر دا فکر ډېر عملي کېدونکی نه ښکاري، ځکه چې امريکايي عسکر د افغانستان له لرو پرتو سيمو ووتل، نو هغه سيمې بېرته طالبانو ونيولې او حتا پلازمېنه کابل کې يې خپل بريدونه او چاودنې دومره زياتې کړې، چې تمه يې هم نه کېده.

د طالبانو د زياتېدونکو بريدونو په اړه اشرف غني خپله انديښنه په ډاګه کړې، چې افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د مقابلې نه دي او له امريکايي چارواکو بيا بيا غوښتنه کړې او ټينګار کوي، چې د عسکرو په ويستلو بيا کتنه وکړي او عراق کې خو امريکايي چارواکو او پينټاګون منلې، چې امريکايي عسکر به لږ تر لږه درې کاله نور هم دغه هېواد کې پاتې وي، تر څو عراقي عسکر په هېواد کې د امنیت ټينګولو جوګه شي او د دې تر څنګ سوريه کې هم د اسلامي دولت جګړې ته دوام ورکوي.
پينټاګون د سپينې ماڼۍ د ستراتيژي په اړه څه فکر کوي؟
ډېری نظامي چارواکي د جګړې د پای ته رسيدو په اړه خپله خوښي څرګندوي او وايي، چې دا جګړه د دوی لپاره له پيله د مرګ زېری و، مګر يو شمېر بيا وايي، چې له افغانستانه د امريکايي عسکرو ويستل به د امريکا ديارلس کلنې لاسته راوړنې له لاسه وباسي، ځکه چې عراق کې هم امريکا سره همداسې وشول او دغه عسکر فکر کوي، چې تر څو افغانستان کې بشپړ امنيت او کراري نه وي راغلي، امريکايي عسکر بايد دغه هېواد کې پاتې شي.
د اوباما ګټه به څه وي؟
له سياسي پلوه سپينه ماڼۍ هيله‌منه ده، چې د عسکرو په کمولو او جګړه ييز ماموريت د پای ته رسولو سره به اوباما ولسي ملاتړ راخپل کړي، چې د ټاکنيز کمپاين پر مهال يې د جګړې د پای ته رسولو کړې ژمنې تر سره کړې. مګر يوه بله مهمه خبره هم شته، که د افغانستان طالبان خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړي، نو اوباما به د امريکايي او افغان چارواکو له لاسه تر فشار لاندې شي، چې له افغانستانه د عسکرو په ويستو کې بيړه ونه کړي.
د عراق او سوريې هم دا حال دی، ځکه چې تر اوسه هم د امريکايي ايتلاف هوايي بريدونو اسلامي دولت کمزوری کړی نه دی.

۲۰۱۷م کال کې، چې اوباما له سپينې ماڼۍ وځي، نو يا به د امريکايي عسکرو کور ته د راستنولو له امله سرلوړی بلل کيږي او يا به خلک وايي، چې جګړه يې په نيمه کې پرېښوده او د جګړې له ډګره راوتښتېده.

لاس اينجلس ټايمز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x