افغانستان

دزابل خلګو دستري محکمي دخاص هیئت دپریکړي هرکلي کړی دي

zabul_tribal_elders(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۵) قلات: په سلګونو خلګ دزابل ولایت په مرکز قلات ښارکي راټول شوی وو ترڅو دستري محکمي له لوری دتیرکال درایو ددوهم ځل دشمیرني لپاره دټاکل شوی هیئت دپریکړي ملاتړوکړي.

درایی ددوهم ځل لپاره دشمیرني لپاره ټاکل شوي خاص هیئت له ډیره ځنډه اوانتظار څخه وروسته تیره ورځ پریکړه وکړه اودپارلمان هغه ۶۲ غړي چي دټاکنو دازاد کمیسون له لوري څخه کامیاب اعلان شوی ول اوپه پارلمان کی یی خپلي چوکي نیولی وي بیرته ناکامه وبلل شول.

په زابل ولایت کي دولسي وګړو اوقبایلي مشرانو غوڼده دولایت په مرکزقلات ښارکي رابلل شوي وه ترڅو پردولت باندی زور واچوي چي دستري محکمي له لوري دټاکل شوی هیئت پریکړه ژرترژره عملی کړي.

دشاجوي ولسوالي پوري اړوند یوه قومي مشرمحمد موسی خبري رسنیوته وویل، راغوښتل شوی غونډه دخاص هیئت، دولس مشر اود ستري محکمي درئیس له پریکړو څخه ملاتړکوي، نوموړي زیاته کړه دزابل خلګو دوینو په تویولو اودکورنیو دغړو په قرباني کولو سره دخپلي خوښي کاندیدانو ته رایی ورکړي اومونږله حکومت څخه هیله لرو چي زمونږ دډیرو قیمتي رایو احترام دي وشي

نوموړي زیاته کړه تیر کال چي کله دټاکنو ازاد کمیسون دټاکنو دپایلو په اړه اعلان وکړ، نومونږ ناهیلي شوو چي قرباني مو بی ځایه ولاړي، اوس چي خاصي محکمي پریکړه وکړه نوزمونږ سره یوځل بیا امید پیداشو چي دافغانستان دولت دولس وغوښتنو او ارادو ته په درنه سترګه ګوړي.

دغونډي یوه بل برخه وال حاجي پاچا بیا رسنیوته وویل چي مونږ له ولسمشر کرزي اودستري محکمي له رئیس څخه ممنون یو چي زمونږ درایو احترام یی وکړ.

له سیمي څخه  عینی شاهدانو خبرورکړی چي له ۱۵۰ څخه زیاتو قومي مشرانو دزابل له مرکز اوشاوخواسیمو څخه په غونډه کي برخه اخیستي وه.

دولایتي شورای مشر عزیزالله رسنیو ته وویل چي دمحکمي پریکړه به هیوادکي روان سیاسي بهران ته دپای ټکۍ کیږدي.

دستري محکمي له لوري څخه ټاکل شوی پنځه کسیزه هیئت دتیرکال درایو څخه ۲۵ په سلو کي رایی غلطي ثابتي کړي، اودولسۍ جرګي درئیس دنوموړي دمرستیال اودولسی جرګي دویاند په شمول ۶۲ کسه یی په درغليو تورن کړ اوناکامه یی وبلل.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x