نړۍ

رابرټ فيسک: فلسطينیان له خپلو تجربو ګټه نه اخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): له لندنه خپرېدونکې انډيپينډينټ ورځپاڼې د مشهور برتانوي ليکوال او د منځني ختيځ د چارو کاپوره رابرټ فيسک يوه مقاله خپره کړې، چې د فلسطيني چارواکو پر هغو غوښتنو يې نيوکې کړي چې د نړيوالې جنايي محکمې عضويت غواړي.

رابرټ فيسک ليکي، چې له بي بي سي يې دا خبر واوريد، چې محمود عباس د دې لپاره د نړيوالې جنايي محکمې عضويت غواړي، چې اسراييل پرې د غزې د جګړې او جنايتونو په اړه جنايي محکمې ته کش کړي، مګر دا وسله دواړو خواوو ته تېره ده، که دوی اسراييل محکمې ته غواړي، نو بل پلو اسراييل هم کولای شي، چې حماس جهادي ډله په جنګي جرمونو تورنه کړي.

فيسک زياتوي، چې فلسطينيان له څو کالو راهيسې د خپلو حقونو او عدالت لپاره منډې ترړې وهي، مګر د دوی په حق کې د ګڼو پرېکړو سربېره هم اسراييل د دوی غوښتنې نه مني.

د رابرټ فيسک له نظره هر عاقل فلسطينی بايد د تېرو څو کالو پرېکړې او منډې ترړې مخته کيږدي او د نړيوالې ټولنې له پرېکړو او مرستو نهيلي شي، مګر فلسطيني چارواکي لا هم په خپل ذلت او رسوايي نه دي او هر وخت اسراييلو سره د نړيوال قانون په مرسته د شخړو د پای ته رسولو تمه کوي.

فيسک وايي: دا عربان ولې نه پوهيږي؟

رابرټ فيسک د فلسطيني چارواکو هغو غوښتنو ته اشاره کړې، چې دوی د جنايي محکمې عضويت غواړي او امريکا يې مخالفت کوي او هغه مالي مرستې، چې فلسطيني حکومت ته ورکول کيږي او د امريکا له لوري بندې شوې.

همدا رنګه هغه اتيا ميليونه ډالر ماليه، چې اسراييلو له فلسطينيانو نيولي دي.

ليکوال د امريکا له لوري امنيت شورا کې د فلسطيني غوښتنې د ويټو په اړه ليکلي، چې ۱۹۷۵م کال راهيسې ۴۰ ځله امريکا امنيت شورا کې د فلسطين پر ضد رايه ورکړې ده.

د ليکوال په وينا تاريخ دا ثابته کړې، چې امريکا او اسراييلو په ګډه تل فلسطينان ټکولي دي.

رابرټ فيسک زیاتوي، که امريکا او اسراييل نړيواله جنايي محکمه کې د فلسطين عضويت ومني، نو بيا يې هم زور فلسطينيانو ته وروځي؛ ځکه چې اسراييل به د حماس او فلسطينيانو پر ضد هم نړيواله محکمه کې عریضه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x