fbpx

پيښور: د موږکانو غازي نصیر احمد یو لک موږکان وژلي – انځورونه او ويډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د خیبر پختونخوا په مرکز پيښور ښار کې نصیر احمد او دهغه درې ماشومو لورګانو په تیره موده کې تر سل زره زیات موږکان مړه کړي او وايي چې لا یې هم جګړه ښه په درزو کې روانه ده او تر هغې به د ارام ساه وانه خلي، تر څو چې یې موږکانو په بشپړه توګه ختم کړي نه وي.

د ډیلي میل ورځپاڼې د راپور سره سم نوموړي سره په دې «خیر کار» کې د هغه درې ماشومي لورګانې او د کلي محلې خلک مرسته کوي.mouse peshawer442

نوموړی وايي چې زه غواړم د موږکانو په خلاف خپل جګړه پراخه کړم، او ددې لپاره زه نورو رضا کاره جنګیالیو ته اړتیا لرم، او همداسې د حکومت له خوا کومک او امداد ته سترګي په لاره یم.

د ډیلي میل د راپور سره سم په پيښور کې پخوا موږکان یوازې تر ګودامونو او غټو مارکیټونو پوري محدود وه، خو اوس هره کوڅه د موږکانو ډکه ده، او هره محله د پاکوالي او بارانونو د نشوالي له کبله دغه موږکان په ښار کې خواره واره شوي، او ورځ په ورځ یې نسل زیاتیږي.mouse peshawer42

د کوم موږکانو په خلاف چې نصیر احمد خپله مبارزه پیل کړی، ویل کیږي چې د هغوی د غټوالي له لحاظه هم ډیر خطرناک وي، او د ځینو حجم یوه فټ ته رسیږي، او اکثره د شپې له خوا په خپل هدف باندي برید کوي او په ډله ییز ډول ګرځي.

نصیر احمد وايي چې دی له تیرو ۱۸ میاشتو څخه د موږکانو په خلاف مبارزه کوي او هغوی په زهرجنه ډوډۍ وژني.mouse peshawer3

نوموړی وايي چې زه د ډوډۍ په ټوټو باندي خپل جوړ کړي داسي زهر شیندم چې هغه موږکان په بویولو سره هم نه پيژني او کله چې ډوډۍ وخوري، نو دا د هغوی وروستی خوراک شي.

نصیر احمد د شپې لخوا وژل شوي او د جګړې په میدان کې پاتې شوي موږکانو جنازې په لاس ګاډۍ کې وباسي، او چیرته یې خښوي.

mouse peshawer2

mouse peshawer

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Muhammad Tayyab
میلمه
Muhammad Tayyab

که چیرته حکومت ورسره مرسته وکری او دا مردار شوی موگکان په چین وپلوری او فائده یی دی زوان ته ورکری نو د دی به ورسره اقتصاد دیره شه شی او د چینیانو به خیتی دکی شی.