افغانستان

دافغانستان بشپړه خپلواکي دایران یواځینۍ ارزو ده

khamoni

دایران روحاني اومذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي نن له غرمې وروسته له افغان اولس مشر حامد کرزي سره په یوه لیدنه کې وویل چې دایران هیله او ارزو له افغانستان ځخه دبهرنیانانو وتل اودافغانستان بشپړخپلواکې اوحاکمیت دي نوموړي زیاته کړه چې افغانان دخپل جهادي اسلامي تاریخي اوکلتوري فکرله مخي هیڅکله دپردیوشتون ته غاړه نه شي ایښودلاي نوموړي زیاته کړه څومره چې ژر ممکن وي بایدبهرني عسکر له افغانستان ځخه وایستل شي چې دابه دافغانستان اوخلګودواړو په ګټه وي .

خامنه ای دافغانانودجهادي روحي اودپرديوداشغال اویرغل په وړاندي دهغوي مقاومت په خورا شوو ټکوکې وستایه اوزیاته یې کړه چې ا فغانانو په تېر نېږدې وخت کې شوروي اتحادته چې هماغه وخت دنړې له دوو ابر قدرتونوځخه یوګڼل کیدي ماتې ورکړه چې داکاریې کیداي شي په نړیوال تاریخ کې یو بې مثاله کارنامه وي اودنړي په تاریخ کې به یې امثال ډېر کم و موندل شي . نوموړي دامریکاداخلي شرایط خراب اوپه نړیواله ټولنه کې دامریکا حیثیت اواعتبار دپخواپه پرتله ډیرټېټ وباله اوزیاته یې کړه چې امریکایان په سیمه اونړۍ کې دپخواپه پرتله اوس ډیر کمزوري شوی دي او غواړ ي چې خپل همدغه ضعف یوځل بیا جبیره کړي خوکیداي چې په دې پلان کې بریالي نشي . خامنه ای زیاته کړه امریکایان په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې خپلې همېشني اډي جوړي کړي چې داکار به ډېر خطرناک وي اوترڅوچې امریکایان په افغانستان کې وجود ولري کیداي شي افغانستان ارامي اوسوکالي ونه ويني .

 ندیم توخي       

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x