افغانستان

د افغانستان په ختیځه کې یو بهرنی عسکر(۴۹) ووژل شو

army_injured_in_afghanistanنن ټکی آسیا: په افغانستان کي میشتو بهرنیو ځواکونو نن په یوه خبرپاڼه کي اعلان وکړی چي ددوی یو تن عسکر د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی.

په خبر پاڼه کي ویل شوي چي نن د افغانستان په ختیځه برخه کې د مخالفینو د یو برید له امله د ایساف یو تن عسکر وژل شوی دی.

ایساف دا نه دي څرګند کړي چي عسکر د کوم هیواد وو، او یا پيښه په دقیقه چیرته را منځته سوې.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي نن سهار طالبانو د کاپيسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو سره سختي جګړې وکړي، چي له امله يې یو شمېر بهرني عسکر مړه او ژوبل شوه.

باید وویل شي چي د رواني میلادي میاشتي جون تر پنځه ویشتمه نیټي پوري بهرنیانو خپل ۴۹ تنه عسکر وژل شوي اعلان کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x