نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې په بېلابېلو پېښو کې د ملي اردو درې عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د چاودنو او نښتو له امله د ملي اردو درې عسکر وژل شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د دوه سوه پنځم اتل قول اردو مسوولین وايي بیا وايي چې په روزګان ولایت کې د ماین چاودنې د ملي اردو درې تنه عسکر ټپیان کړي دي.
د سرچينې په قول د ملي اردو موټر د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالي کې پر ماین برابر شو چې په پایله کې يې درې تنه سخت ټپیان شول.
طالبانو د یادو پېښو اړوند څه نه دي ویلي، خو ويلي يې دي چې نن سهار يې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې دولس تنه عسکر ځای پر ځای وژلي او دوه نور يې ژوندي نیولي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی ملګرو نن سهار د خیبر عملیاتو په لړ کې د مرکزي بغلان په چهارشنبه تپه کې یاده نښته کړې ده.
دا په داسې حال کې دی چې د نږدې له یوې اوونۍ راهیسې د هېواد امنیتي مسوولیت داخلي عسکرو ته سپارل شوی دی او بهرنیانو يې د قاطع ملاتړ تر سرلیک لاندې د همکارۍ نوې لړۍ پیل کړې ده.