افغانستان

بغلان: طالبانو دوولس عسکر وژلي او دوولس ورته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې د طالبانو او کورنیو عسکرو ترمنځ په نښته کې دوولس عسکر ووژل شول.

طالبان وايي چې د دوی ملګرو نن سهار شاوخوا اوه بجې د مرکزي بغلان په چهارشنبه تپه کې پر عسکرو مخامخ برید کړی دی چې څو ساعته يې دوام وکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې بريد کې يې دوولس عسکر ځای پر ځای وژلي او دوه رینجر موټر يې بشپړ تخریب کړي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په جګړه کې يې دوه عسکر ژوندي نيولي او خوندي ځای ته يې رسولي دي.

په ورته وخت کې د بغلان په پلخمري کې دوو قومندانانو په ګډون دوولس تنه عسکر له طالبانو سره ملګري شوي او دولتي دندې يې پرې اېښې دي.

طالبان وايي چې دوی د خپل بلنیز کمیسیون د هلو ځلو په اوږدو کې وکولای شول چې د پلخمري د ډنډي غوري په احمدزیو کې دوه تنه قومندانان د هغوی له پرسنلو سره د ځان ملګري کړي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې قومندان ګل رحمن چې په ګوهرګان بیس کې قومندان له خپلو شپږو تنو ملګرو سره دوی ته تسلیم شوی دی.

همدارنګه قومندان شعله چې د یوې پوستې قومندان و، له خپلو څلورو تنو ملګرو سره طالبانو ته ورغلی دی.

د بغلان سیمه ییزو چارواکو د پورته دواړو پېښو اړوند څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار ایران ته په دوه ورځني سفر کې رسنیو ته ویلي، چې افغان عسکر د دې وړتیا لري چې د طالبانو په وړاندې جګړه پر مخ بوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x