د المسکي عجیبه کیسه

حامد افغان

ابوبکر المسکي ډیر ښایسته او دینداره ځوان و، ده ته یوه ورځ چا وویل: هر وخت ستا له سر نه د مشکو خوږ بوی راځي ته څومره ډیر مشک لګوې؟ ابوبکر ورته وویل: په الله قسم ما څو کاله مشک نه دي لګولي! پوښتونکی حیران پاته شو چې نو بیا؟ ابوبکر المسکي خپله کیسه ورته بیان کړه.
ابوبکر وویل: زموږ په ګاونډ کې یوه ډیره ښایسته او شتمنه ښځه وه، هغې له مانه څو ځله د بدکاري غوښتنه وکړه او ما ونه منله، بله ورځ یې په څه پلمه کور ته وبللم چې ورغلم هغې ور بندکړ او راته ویې ویل که زما خبر راسره ونه منې زه به خلکو ته ووایم چې دی زما کورته راننوتی و او له مانه یې د بدکاري غوښتنه وکړه.

ابوبکر المسکي فکر وکړ چې اوس ګیر شوم، ښځې ته یې وویل چې ماته اجازه راکړه زه حمام ته د ځان پاکولو له پاره ځم هغې اجازه ورکړه، دی چې حمام ته ننوت په دې فکر شو چې اوس به ځان څنګه خلاصوم اخر یې په حمام کې ځان ټول په ګندګي ولاړه!! چې بهر راووت او ښځې ولید په منډه یې دروازه ورته خلاصه کړه او ورته غوسه شوه چې په منډه وځه.

ابوبکر وایې زه کور ته ولاړم او ځان مې صفا کړ، د شپې مې په خوب کې یو څوک ولید راته کړه یې: تا د ځان د عفت او پاکې له پاره داسې اقدام کړی ده چې بل هیچانده کړی، زه به تاته داسې خوږ بوی درکړم چې په دنیا او اخرت دواړو کې به درسره وي. دی وایي: سهار چې راپورته شوم دا بوی راسره و او ترننه دا بوی راسره ده. او ویل کیږې چې له مرګه پورې هغه د مشکو بوی ورسره و. او له دې امله یې له نوم سره (المسکي) لیکل کیږې. ( المواعظ والمجالس لابن الجوزي)

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: د قیامت په ورځ به دالله د عرش له سیوري پرته هیڅ سیوری نه وي او الله به په هغه خپل سیورې کې اوو کسانوته ځای ورکړي، (چې یو له هغو اوو نه) هغه کس دی چی ښایسته او د لوړ مقام واله ښځه یې بد کاري ته وروبولي او دی ورته ووایې زه له الله نه ویریږم. متفق علیه. الله دې موږ او زموږ ټول ځوانان پاک او په عفت کې ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د