نړۍ

یمن: په صنعاء کې چاودني ۴۰ تنه وژلي او لسګونه نوريې ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د یمن په پلازمینه صنعاء کې د پولیسو د اکاډیمي مخته چاودنې تر ۴۰ زیات کسان وژلي او لږ تر لږه  ۲۳ نور يې ټپيان کړي دي.

د یمن د رسمي اژانس په وینا چاودنه هغه وخت وشوه کله چې دې اکاډیمي ته د منسوبېدو لپاره په لسګونو ځوانان را ټول شوي وه.

ځايي چارواکي وايي چې کیدای شي د مرګ ژوبلي دغه شمیره نوره هم لوړه شي.

د پيښي عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د یوه مازدا ډوله موټر په واسطه تر سره شوه، کومه چې نیژدې ولاړه وه او د لیري څخه په ریموټ کنټرول باندي چاودنه ورکړل شوه.

د پولیسو د اکاډیمي په اړه ویل کیږي چې د صنعا په یوه حساسه سیمه کې واقعیت لري، چې مرکزي بانک، دفاع وزارت او د سعودي سفارت يې هم په څو مترۍ کې پراته دي.

د چاودنې د زور په اړه ویل کیږي چې شاوخوا تعمیرونو ته يې هم ډیر زیان اړولی دی.

باید وویل شي چې په صنعاء کې د حوثیانو تر پاڅون او قبضې وروسته په دغه ښار کې چاودني او امنیتي پيښي زیاتي شوې، چې اکثره یې د القاعده پلوه جهادي ډلي له لوري کېږي او د حوثیانو غونډي او لاریونونه يې هدف وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x