ورزش

نیوزیلینډ بیا هم سریلانکایي لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): نن د نیوزیلینډ او سریلانکا لوبډلو تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه کې نیوزیلینډ سیالې لوبډلې ته په ۱۹۳ منډو ماتې ورکړه.

دغې لوبې پچه سریلانکايي لوبډل مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته یي د توپ وهنې بلنه ورکړه. نیوزیلینډ لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۱ منډې جوړې کړې چې دغه هدف ټاکلو کې د ویلیمسن ۶۹ منډې د یادولو وړ دي.

سریلانکا لپاره لومړۍ وار توپ اچونه کې پرادیپ ۴، لکمل ۳، پراساد ۲ او متیوز یوه ویکټه واخیسته.

سریلانکايي لوبډله خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۵۶ منډې جوړې کړې. سریلانکايي توپ وهونکي دغه لوبه کې ښه لوبه ونکړه خو د سنګکارا ۲۰۳ منډو سریلانکا سره د یو ښه هدف په ټاکلو کې ډیره زیاته مرسته وکړه.

نیوزیلینډ لپاره برېسویل او نیشم درې درې ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونکي ثابت شول.

نیوزیلینډ خپل دوهم وار توپ وهنه کې د دوه توپ وهونکي ښه لوبې په مرسته یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره سیالې لوبډلې د ۵۲۴ منډو هدف ورکړ. دغه لوبه کې ویلیمسن ۲۴۲ او واټلینګ ۱۴۲ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

د سریلانکا لپاره دوهم وار توپ اچونه کې پرادیپ درې ویکټې واخیستې.

سریلانکايي توپ وهونکي دوهم وار توپ وهنه کې ښه لوبه ونکړه او خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره يي ۱۹۶ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۹۳ منډو په ستر توپیر د نیوزیلینډ په ګټه وبایلله.

نیوزیلینډ لپاره دوهم وار توپ اچونه کې کریګ ۴، بولټ او بریسویل دوه دوه ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x