
خوست: د پولیسو په اکاډمي سرتيري برید پنځه ويشت پولیس وژلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا یوولس بجې د خوست په مرکز متون کې د پولیسو پر اکاډمي د موټر بم له حملې وروسته وسله وال برید وشو.
د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي چې لومړی یوه بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د اکاډمي له دېوال سره وجنګاوه، نوموړی وايي وروسته دوو نورو بریدګرو اکاډمي ته د ننوتلو هڅه کوله چې د دوی په خبره ونه توانېدل.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي برید دریو تنو نه؛ بلکې دوو تنو ترسره کړی دی، چې لومړی ملا محمد عظیم د لغمان ولایت اوسېدونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر د اکاډمۍ له دېوال سره وجنګاوه او وروسته يې بل ملګری نصیب الله د کندهار ولایت اوسېدونکی اکاډمي ته ننوت.
د خوست د والي مرستیال وايي چې په دې برید کې یواځې د اکاډمي تعمیر یو څه تخریب شوی او په خبره يې هیڅ کس ته زیان نه دی اوښتی.
د طالبانو ویاند بیا پخپله خبرپانه کې وايي چې په دې برید کې يې پنځه ویشت پولیس وژلي او لسګونه نور يې ټپیان کړي دي.
د مجاهد په قول د دوی د معلوماتو له مخې په دې اکاډمي کې هره ورځ تر اتیا زیات پولیس په زده کړو بوخت وي، چې نن هم د چاودنې پر مهال پر زده کړو بوخت و، چې د سرتيرو تر نښه لاندې راغلل.
د یادې خبرپاڼې له مخې د پولیسو په اکاډمي دغه برید د وروستي بریدګر د واسکټ په چاودنه پای ته ورسيد، خبر پاڼه کاږي: «برید د دوهم مجاهد د واسکټ له برید او د دښمن له درنو تلفاتو سره پای ته ورسید.
په سیمه کې د امبولانس موټرو سخت بیراوبار وو چې د پولیسو مړه او ژوبل يې انتفالول.»
یاده دې وي دا په خوست ولایت کې په روان میلادي کال کې لومړی سرتيري برید دی، چې د طالبانو دوو تنو سرتیرو بریدګرو د دوی په قول لسګونو تنو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.