طالبانو د لوګر او کندز پر چاودنو خواشیني څرګنده کړې، او لاس لرل يې په کښي رد کړي
نن ټکی آسیا: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د لوګر ولایت د ازری ولسوالۍ د روغتون په چاودنه کي لاس درلودل رد کړه، هغه په دې اړه د اسلامي اژانس سره په یوه مرکه کي وویل : « روغتيايي کلينيک يو عام المنفعه ځاى دى چې عام خلک ګټه ځينې پورته کوي ، طالبان هيڅکله هم ملکي تنصيبات نه په نښه کوي ، پر کلينيک بريد يو بد ناموونکى عمل دى چې طالبان پکې لاس نه لري ، مونږ پدې پيښه خورا خواشيني يو ،
شهيدانو ته د مغفرت دعا او کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کوو».
هغه زیاته کړې چي د کندز ولایت په پرونۍ چاودنه کې هم طالبان هیڅ رنګه لاس نه لری، او دواړو پيښو په اړه يې د تحقیقاتو تر سره کولو ژمنه وکړه، هغه وویل: (د اسلامي امارت د لوګر او کندز سيمه ايز مسئولين به د دې پيښو په اړه تحقيقات تر سره کړي څو د پيښې عاملين معلوم او په خپله جزا ورسول شي).
د یادوني وړ ده چي نن سهار د لوګر ولایت د ازري ولسوالۍ په مرکزي روغتون کي چاودنه وشوله، چي له کبله يې د روغتون ودانۍ په بشپړه توګه له منځه ولاړه، او تر ۳۰ زیات کسان چي ډاکټران او ناروغان هم په کښي کي وه، وژل شوي.
تر دې یوه ورځ تر مخه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې په یو څلور لاري کي چاودنه وشوله، چي له کبله يې ۱۰ تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شوې وه.