افغانستان

بشردوست: حکومت «ملي وحشت» او مشران يې «ملي خاینان» دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې وکیل ډاکټر رمضان بشردوست وايي چې د ملي یووالی حکومت باید «ملي وحشت» او مشران يې «ملي خاینان» وبلل شي.

نوموړي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د کابینې د ځنډ له امله د ټولو رازېږېدلو ستونزو مسوولین د ګډ حکومت دواړه مشران دي.

د نوموړي په خبره اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله باید له واکه لرې او محاکمه شي.

ډاکټر رمضان بشردوست وویل چې د ګډ حکومت دواړو مشرانو په هېواد کې وحشت رامنځته کړی دی، نوموړي په تونده لهجه وویل چې نور نو نه «عین» غواړو او نه هم «غین».

په دغه ناسته کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي په ولس غږ وکړ، چې نور نو خبره د دوی تر وس تېره ده او دواړه مشران خپلو ګټو ته ګوري.

ابراهیمي وویل چې دوی له دواړو مشرانو سره ولیدل او د کابینې د ځنډ پر علت ورسره وغږېدل خو په خبره يې دواړه مشران نن – سبا ورته کوي او کابینه لا هم درک نه لري.

د ګډ حکومت له جوړښته تر سلو ډېرې ورځې تېرې شوې دي، چې لا يې هم د کابینې څرک نه لګېږي.

اشرف غني د واک په لومړۍ ورځ ژمنه وکړه چې کره، اهل کار او له فساده لرې کابینه به حد اکثر په پنځه څلویښت ورځې کې تیاره کړي.

څه موده وړاندې هم د ولسي جرګې غړو اعتراض کړی و، چې د کابینې په نشتوالي کې ګډ حکومت هیڅ حقوقي بنسټ نه لري او پوره ناکام دی.

اشرف غنی د واک په لومړیو کې ویلي و:«که په لومړیو سل ورځو کې بریالی نشوم ، نو راتلونکې پنځه کاله به مې هم په ناکامۍ کې تېر شي .»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزیز

محدود وزارتونه او یولکه خلک ورته کاندیدان دی هغه هم د سیاسی ډلو په چوکاټ کی . نو کابینه به هیڅ جوره نه شی .
لعلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x