ورزش

هند د نړیوال کرکټ جام سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

لیکوال : عطا محمد میاخیل

د هندوستان کرکټ بورډ د 2015 کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو له پاره، چې په اسټرالیا او نیوزیلینډ هېوادونو کې به تر سره شي، پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه ، په دې لوبډله کې د پخوانیو لوبغاړو تر څنګ ځینې نوي لوبغاړي هم شامل دي .

هندي کرکټ بورډ تر ډېره بریده هڅه کړې چې نړیوال جام سیالیو ته ښه پیاوړې لوبډله جوړه کړي او هیله یې څرګنده کړې ، چې د تېر نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام په څېر دا هم خپل کورته راوړي، خو د کرکټ لوبې ماهران او شنونکي په دې باور دي، او وایي، کېدای شي چې یاد جام له دغو لاندې څلور لوبډلو څخه یوه یې وګټي لکه : اسټرالیا، سریلانکا، سويلي افریقا او انګلستان، چې د هندي لوبډلې په پرتله ډېر پیاوړي او ځواکمن لوبډلې دي .

هندوستان په 2014 زېږدیز کال کې نه یوازې په شل اوریز نړیوال کرکټ جام سیالیو کې ماتې وخوړه بلکې په اسیا کرکټ جام سیالیو کې یې هم ماتې ومنله او د دواړو لوبو اتلولي د سریلانکایۍ لوبډلې په برخه شوې .

د هندوستان د پنځلس کسیزې لوبډلې لېست په لاندې ډول دی :

1 ام اس ډوني کپټان 2 ـــ شیکردوان 3 ـــ روهیت شرما 4 ـــ ویرات کوهلي
5 ـــ اجینکا ریهاني 6 ـــ امبتي رایډو 7 ـــ رویندرا جدېجا 8 ـــ اشوین
9 ـــ اکشر پتېل 10 ـــ ایشانت شرما 11 ـــ محمد شامي 12 ـــ امېش یادوف
13 ـــ بونېشور کمار 14 ـــ سورېش رینا 15 ـــ سټوارټ بېني

که څه هم هندي پیاوړي کیپر ام اس ډوني څو ورځې مخکې له ټیسټ کرکټ سیالیو سره مخه ښه کړې وه خو د هند کرکټ بورډ راتولونکي نړیوال جام سیالیو کې دغه لوبغاړی ته خپله لوبډله کې ځای ورکړی او د پخوا په څیر یې د کپتانۍ دنده هم ورسپارلې ده .

د یادونې وړده چې تر دې مخکې افغانستان او بنګلدېش هېوادونو هم د 2015 زیږدیز کال نړیوال کرکټ جام سیالیو له پاره خپلې لوبډلې اعلان کړې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x