نړۍ

کوټه کې پولیسو د افغانانو په ګډون شاوخوا شل کسان نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي۱۷مه، ۱۳۹۳ل): پاکستاني امنیتي ځواکونو د بلوچستان د مرکز کوټې ښار سربېره په چمن او مستونګ ښارونو کې شاوخوا شل شکمن کسان نیولي دي.

ډان نومې پاکستانۍ ورځپاڼې د بلوچستان د امنیتي سرچینو له خولې خبر ورکړی، چې تېره ورځ د دغه ایالت په مرکز سربېره په شاوخوا سېمو کې د ځانګړو تصفیوي عملیاتو په لړ کې شل تنه شکمن کسان نیول شوي.

د سرچینې په خبره،پاکستاني امنیتي ځواکونو تېره ورځ د افغانستان پولې ته څېرمه د چمن ښار په رحیم کاول سېمه کې د یوې وسله والې ډلې اړوند شپږ کسان نیولي، چې له نیول شویو کسانو سره وسلې او یو شمېر مهمات هم تر لاسه شوي دي.

همداراز د کوټې ښار په پښتون اباد سېمه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه چې ویل کېږي، ټول یې افغان طالبان دي، له یوې مدرسې څخه نیولي او په ناڅرګند لوري له ځانه سره بیولي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د مستونګ په بلوڅ مېشته سېمه کې هم د امنیتي ځواکونو له لنډې وسله والې نښتې وروسته دوه تنه وسله وال نیولي دي. دغو امنیتي ځواکونو سرچینې ته ویلي، چې د مستونګ په دې عملیاتو کې یو امنیتي عسکر هم د مخامخ ډزو له کبله وژل شوی.

د یادونې ده، چې د تیرکال د دسمبر په شپاړسمه نېټه په پېښور کې د ماشومانو پر یوه حربي ښوونځي له خونړي برید وروسته د دغه هېواد پولیسو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان سربېره په پنجاب او سند کې د هغو کسانو په نیولو پیل کړی، چې قانوني اسناد له ځانه سره نلري او یا د کوم بل هېواد اتباع وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x