افغانستان

د لوګر په چاودنه کي ۳۰ کسه وژل شوي، د روغتون ودانۍ له منځه تللې

crime_scene_tape_after_kabul_hospital_attackMay2011نن ټکی آسیا: نن سهار د لوګر ولایت د ازري ولسوالۍ په مرکزي روغتون کي چاودنه وشوله، چي له کبله يې د لومړي معلوماتو پر اساس ۳۰ تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس عبد الولي وکیل ویلي چي دغه یو ځانمرګی برید وو، او د پيښي قربانیان د روغتون ډاکټران، کار کوونکي او ناروغان دي.

هغه وویل چي روغتون په بشپړه توګه له منځه تللی، او خلک د مړو او ټپيانو په را ایستلو بوخت دی.

تر اوسه دا خبره چي چاودنه به د یو سرښندونکي برید نتیجه وي، کوم بل لوري نه ده تایید کړې، او امنیتي چاوراکي ډیر ځله داسي چاودني او یا بریدونه په ځانمرګي بریدونه تعبیره وي، چي بیا وروسته کله کله معلومه سي چي سرښندونکی برید نه  بلکي د یو ځای پر ځای شوي بم په واسطه چاودنه تر سره شوې وه.

که څه هم تر اوسه ددې برید مسؤولیت چا نه دی اخیستی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه چاودنه کي لاس درلودل په کلکه سره رد کړی، او هغه يې غندلي دي او په اړه يې د تحقیقاتو ژمنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x