د متحده عرب اماراتو چارواکي په داسې حال کې په سلګونو میلونه ډالر په اورلوبو مصرفوي چې د نړۍ په ګڼو اسلامي هیوادونو کې بې وزله مسلمانان د لویدیځو خیریه موسسو رحم ته پاتې دي.

د دبۍ د اورلوبو په لګښت «غزه» څلور واره رغول کېده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د دبۍ اسمانڅکه ودانۍ چې د خلیفه برج په نامه هم یادیږي او د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ ګڼل کیږي، د هر میلادي کال په لومړۍ شپه د میلیونونو خلکو لپاره د اورلوبو ننداره وي.

سږکال په دبۍ کې په همدې مناسبت د اورلوبو په نندارې ۴۶۰ میلیونه ډالره مصرف شوي دي. په دې اړه لومړني اټکلونه وايي چې دغه لګښت د غزې د بیارغونې لپاره څلور واره بس وه او د اسراییلو په بمبار کې ویجاړه شوې غزه پرې څلور ځله رغول کیده.

د دبۍ چارواکو دغه پیسې، چې تقریبا نیم میلیارد ډالر کیږي، په پنځلس «۱۵» دقیقو کې په اورلوبو مصرف کړې.

څارونکي وايي چې د نوي کال په مناسبت په برج خلیفه کې د اورلوبو لګښت د المان په ټول هیواد کې د اور لوبو له مجموعي لګښت څخه درې چنده زیات وه.

د تېرکال په پرتله سږکال د دبۍ د اورلوبو په لګښت کې ۱۵٪ زیاتوالی راغلی وه، په ۲۰۱۴ کال کې په همدې مناسبت د دبۍ چارواکو ۴۰۰ میلیونه ډالره په یوه شپه کې اسمان ته ډزولي وه.

سرچینې سږکال د اورلوبو په لګښت کې د زیاتوالي لامل اورلوبو په موده کې زیاتوالی په ګوته کوي، تېرکال متحده عرب اماراتو په شپږو دقیقو کې «۴۸۹۶۵۱» د اور فشنګونه اسمان ته فیر کړي وو، سږکال د دې هیواد چارواکو د نړیوال ریکارډ جوړولو هوډ کړی وو او دا موده یې پنځلس دقیقو ته وغځوله.

هوا ته د اور د رنګینو فشنګونو توغولو چارې ۲۰۰ تنو مسلکي او تخنیکي کسانو ترسره کولې، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خاص په همدې موخه راغوښتل شوي وو.

یادو تخنیکي کسانو د دې مراسمو د ترتیب لپاره ۱۹۲ ساعته کار کړی وو.

ویل کیږي چې په دې شپه د اور رنګینو فشنګونو په مرسته د دبۍ اسمان ته ۲۵۰۰۰ وړانګې او رنګارنګ شعاع ګانې پورته شوې.dubai new year 2015

په دې شپه د خلیفه برج له لومړي منزل څخه تر اوچتې څوکې پورې نږدې ۵ ټنه رنګین فشنګونه د موسیقۍ په بدرګه هوا ته وتوغول شول.

د دبۍ د سیاحتي چارو وزارت ویلي چې سږکال د دغو مراسمو نندارې ته د برج خلیفه ګرچاپیره د نړۍ له ۲۲۰ هیوادونو څخه تر یو نیم ملیون زیات کسان راغونډ شوي وو.

د متحده عرب اماراتو چارواکي په داسې حال کې په سلګونو میلونه ډالر په اورلوبو مصرفوي چې د نړۍ په ګڼو اسلامي هیوادونو کې بې وزله مسلمانان د لویدیځو خیریه موسسو رحم ته پاتې دي.

د یوې سروې له مخې په فلسطین، سوریه، عراق او افغانستان کې ډیرې کورنۍ په ساړه ژمي کې د تودو جامو د نشتون له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

متحده عرب امارات په سیمه کې د اسلامي مفکورې پرضد د مبارزې سرلاری ګڼل کیږي، دا هیواد د اسلامي ګوندونو د ځپلو په جګړه کې مالي او پوځي همکاري کوي. ویل کیږی چې په عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت پر ضد جګړه هره ورځ ۵ میلیونه ډالره لګښت غواړي چې زیاته برخه یې متحده عرب امارات پرې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د