ورزش

لومړۍ ځل لپاره ټیسټ لوبو اتلولي په لار اچول کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې ادارې د لومړۍ ځل لپاره په ۲۰۱۷ زیږیدیز کال کې د ټیسټ لوبو سیالۍ برابره کړې چې پاکستاني لوبډلې دغه لوبو ته د لار موندلو سربیره ۱۶۰۰۰۰ امریکايي ډالر هم د انعام په بڼه ګټلې ده.

د کرکټ نړیوال ادارې ۲۰۱۳ زیږیدیز کال کې اعلان کړی و چې دوي ۲۰۱۷ زیږیدیز کال کې د ټیسټ لوبو سیالۍ په نظر کې نیولی کوم ته چې د ټیسټ لوبو څلور غوره لوبډلې له کومې لوبې پرته لار موندلی شي.

د کرکټ نړیوالې ادارې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې نړیوال درجه بندۍ کې سویلي افریقا ۱۲۴ نمبرو لرلو سره تر ټولو غوره لوبډله ده چې له هغې وروسته استرالیا ۱۱۹ نمبرو سره په دوهم، انګلینډ ۱۰۴ نمبرو سره په درییم او پاکستان ۱۰۳ نمبرو سره په څلورم درجه موقعیت لري.

کرکټ نړیوالې ادارې لخوا دغه وړاندې شوی نمبرې او درجې په اساس هندوستان ملي لوبډلې دغه سیالیو ته لار نده موندلې.

سویلي افریقا د ویسټ انډیز لوبډلې ته دوهمه لوبه کې ماتې ورکولو د نړۍ په درجه بندۍ کې لومړۍ مقام حاصل کړی او د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا ۵۰۰۰۰۰ امریکايي ډالر ګټونکی اعلان شو.

ټیسټ لوبډلو کې دوهم مقام لرونکی لوبډله استرالیا ته د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا ۳۹۰۰۰۰ امریکايي ډالر د انعام په ډول ورکړل شو چې له هغې وروسته انګلینډ ته ۲۸۰۰۰۰ او پاکستاني لوبډلې ته ۱۶۰۰۰۰ امریکايي ډالر انعام ورکړل شو.

د ټیسټ لوبو دغه سیالۍ کې به سویلي افریقا، استرالیا، انګلینډ او پاکستان لوبډلې به د یو بل په خلاف لوبې کوي او د دې لوبو ګټوونکی به د ټیسټ لوبو غوره لوبډله اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x