ورزش

پاکستان هم نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): نن پاکستان هم د راتلونکی نړیوال جام لپاره کوم به چې په استرالیا او نیوزیلینډ کې ترسره کیږي خپل ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

دغه لوبډله پاکستان کرکټ بورډ د لوبډلې ټاکنې مشر معین خان لخوا ټاکل شوی او نوموړی خبریالانو ته ویلي چې دغه نړیوال جام به نوموړي ته یو خاص نړیوال جام وي.

معین خان وویل:« پاکستان ۲۳ کاله وروسته بیا استرالیا کې په نړیوال جام کې لوبه کوي چیرته چې دغه لوبډله د ۱۹۹۲ زیږیدیز کال نړیوال جام ګټلی و.»

پاکستاني لوبډله چې د (ب) ګروپ کې موقعیت لري خپل لومړۍ لوبه کې به د هندوستان له لوبډلې سره مخ کیږي. دغه لوبه به د فبروري په ۱۵مه ترسره شي.

نړیوال جام کې به مصباح الحق د پاکستاني لوبډلې لوبډل مشر وي او پاکستان به په هره لوبه کې خپل توپ وهنې پیل له محمد حفیظ او محمد شهزاده له توپ وهنې سره کوي.

نړیوال جام لپاره پاکستاني لوبغاړي:

۱- احمد شهزاد ۲- محمد حفیظ
۳- سرفراز احمد ۴- مصباح الحق
۵- یونس خان ۶- حارث سهیل
۷- شاهد افریدی ۸- شعیب مقصود
۹- عمر اکمل ۱۰- یاسر شاه
۱۱- محمد عرفان ۱۲- جنید خان
۱۳- احسان عادل ۱۴- سهیل خان
۱۵- وهاب ریاض

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x