
فرانسه: رسول الله ﷺ ته توهین کوونکې مجلې پر دفتر وسله وال برید وشو – ویډيو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د «چارلي ابدو» مجلې په دفتر وسلهوال برید لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او ۱۰ نور ټپیان کړي دي.
د پاریس د څارنوالۍ ویاند وايي چې په ۱۲ وژل شوو کسانو کې د مجلې ایډيټر او د مجلې ۴ مهم کارتونست هم شامل دي.
د فرانسې د پولیسو سرچېنې وايي چې برید وسلهوال و، له بریدګرو سره کلاشنکوفونه وه، په وژل شوو کې ۲ پولیس دي او د ۵ ټپيانو حالت د انديښنې وړ دی.
په فرانسه کې الجزیرې خبریال محمدالبقالي ویلي چې درې تنه بریدګر د مجلې دفتر ته ننوتل او دننه پر مامورینو یې ډزې پیل کړې او وروسته بریدګر په هغه موټر کې چې د سرک پر سر یې درولی و، وتښتېدل.

نوموړي زیاته کړې چې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې بریدګرو په فصیحې فرانسوۍ ژبه غږیدل او ویل یې چې «موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم انتقام او بدل واخېست». دغې مجلې په ۲۰۱۱ز کال کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له سپکاوي ډک کارتونونه په لومړي مخ خپاره کړي و چې د مسلمانانو غوسه يې پارولې وه.
راپورونه وايي چې بریدګرو لومړی د «الله اکبر» چېغه کړه او وروسته د مجلې دفتر ته ننوتل او تر لږو ډزو وروسته وتښتېدل.
په وروستیو دوه لسیزو کې په فرانسه کې دا تر ټولو خونړی برید و.
تر دې مهاله د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.
د کارتون تر خپرولو وروسته د مجلې په دفتر لاسي بمونو پر مټ برید هم شوی و.
وروستی برید هم د هغو کارتونونو چې یادې مجلې د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه خپاره کړي وو، عکس العمل ښودل کیږي.
فرانسه چې په دې ورستیو کې په مالي، الجزایر، افغانستان، سوریې او نورو مسلمانانو سره په مخامخ ډول جګړه کې ښکېل ده، شننونکي دغه ډول بریدونو ددغې جګړې د اور بڅرکي بولي چې فرانسې ته ور الوځي. دوی وايي چې ددغو بریدونو موخه دا نه وي چې په یو وار دې وطن چپه شي بلکې د جګړې لومړي مراحل دي چې بې امنیتي رامنځته شي او حکومت نا ارامه شي.
الله اكبر الله اكبر ولله الحمد
ٹول امت مسلمه ته دي مبارك وي
كاش د هغه غاززيانو په ڈله كي وئ چي نن يي درسول الله صلى الله عليه وسلم انتقام په ميڑانه واخيست
سر مي درقربان شه
الله اكبر
الله اکبر ……. ما شاء الله ……….
الحمد لله